پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهنوې څېړنه: ولې په نوي ځای کې انسان ته ښه خوب نه...

نوې څېړنه: ولې په نوي ځای کې انسان ته ښه خوب نه ورځي

تاند (چهارشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۵ مه) کله چې انسان په کوم هوټل کې پاتې شي یا له کوره بهر په یوه نوې ځای کې ویده شي، په لومړۍ شپه ډېر وخت ښه خوب نه ورځي او پرله‌پسې په یو او بل اړخ اوړي. اوس د جاپان د ناګویا پوهنتون ساینسپوهانو د دې راز علتونه موندلي دي.

د څېړنې لپاره ساینسپوهانو پر موږکانو تجربې وکړې او د دماغ د نیورونونو یوه ځانګړې ډله یې وپېژندله چې په نوي چاپېریال کې فعاله کېږي. دا نیورونونه د نیوروتنسین (neurotensin) په نوم یو مرکب خارجوي، چې په بدن کې د ویښ پاتې کېدو او هوښیارۍ په ساتلو کې مرسته کوي. د ساینسپوهانو په وینا، د دې موخه دا ده چې په نااشنا چاپېریال کې له احتمالي خطرونو څخه ساتنه وشي، یعنې ذهن په لومړۍ شپه په یو ډول د ساتونکي یا چوکیدار په توګه کار کوي.

په څېړنه کې ویل شوي چې په نوې ځای کې د دماغ دا غبرګون دومره قوي وي چې انسان داسې احساس کوي لکه یوه سترګه چې یې خلاصه وي، او هغه برخې چې حرکت او بیداري کنټرولوي فعاله پاتې کېږي. همدا لامل دی چې انسان ته په لومړۍ شپه په نوي ځای کې سم خوب نه ورځي، خو په دوهمه شپه دماغ چاپېریال خوندي ګڼي او د خوب بهیر بېرته عادي حالت ته راګرځي.

ساینسپوهانو دا هم ویلي چې دا لومړی ځل دی چې په څرګند ډول ښودل کېږي څنګه ځانګړي دماغي نیورونونه او دا مرکب د نوې ځای پر مهال خوب اغېزمنوي، سره له دې چې دا پدیده له لسیزو راهیسې تر مشاهدې لاندې وه. دا څېړنه په Proceedings of the National Academy of Sciences  علمي ژورنال کې خپره شوې او د خوب او دماغ د اړیکې په اړه یوه مهمه موندنه بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...