دوشنبه, جولای 1, 2024
Home+د ChatGPT موثره او ځیرکه کارونه

د ChatGPT موثره او ځیرکه کارونه

راټولوونکی: ډاکتر عبیدالله وردګ

ټولې: پنځه لیکنې

څنګه چټ جي پي ټي په موثر او ځیرک ډول وکاروو!؟

نن سبا د مصنوعي ځیرکتیا یا AI د بېلابېلو ماډلونو او اپلیکېشنونو څخه د ژوند په مختلفو برخو کې کار اخیستل کېږي، خو یوه مهمه پوښتنه دا ده چې څنګه وکولای شو دا په موثر او ځیرک ډول وکاروو تر څو واقعاً هغه څه تر تر لاسه کړو چې په درد مو وخوري.

اوس به یواځې د ChatGPT چټ جي پي ټي پر استعمال تمرکز کوو؛ چې څنکه یې په معقول او موثر ډول کارولای شو، د دې لپاره ما تاسو ته پنځه لیکنې یا مثالونه په نظر کې نیولي دي چې په جلا جلا ډول به یې در سره شریک کړم.

ډېری خلک ChatGPT کاروي، خو نتیجه چې څومره باید موثره وي هغسې نده، خصوصاً لوستي کسان او هغوی چې محصلین، استادان او څېړونکي دي د دې په سم نه کارولو سره نشي کولای هغه ځواب تر لاسه کړي چې دوی ورته په تمه دي، همدا ده چې د چټ جي پي ټي کارول پرېږدي او کارونه یې په هماغه کلاسیک ډول روان کړي وي.

مخکې مو هم یادونه کړې وه چې د چټ جي پي ټي په استعمال کې تر ټولو مهمه برخه یاد ماډل ته د فرمان یا Prompt  ورکول دي، یعنې څنکه دا ماډل پوه کوئ چې تاسو څه غواړئ تر لاسه کړئ!؟

همدې فرمان ورکولو یا پوښتنې کړلو ته Prompt Engineering  وايي چې نن سبا په نړۍ کې یوه له ښو دندو څخه ده چې څنکه یو ماډل یا سیستم تاسو پوه کوئ او متوقعه نتیجه له کمې غلطي سره ترې تر لاسه کوئ.

ډېری خلک چټ جي پي ټي د Content  یا متن د تولید لپاره کاروي چې بشپړ متن پرې تولید کړي چې دا یو ښه فکر ندی او تولید شوی متن به ډېر دقیق او جالب نه وي.
څه باید وشي؟

لاندې مرحلې او مثال په نظر کې ونیسئ.

لومړی: په هېڅ صورت بشپړ متن یا لیکنه د چټ جي پي ټي په مرسته مه تولیدوئ، یواځې اصلي عنوان یا موضوع وټاکئ.

دویم: کوم متن یا لیکنه چې تولیدوئ، هغه په کوچنیو برخو ووېشئ او هرې برخې لپاره یې جدا جدا پوښتنه، فرمان یا پرامپټ Prompt  په نظر کې ونیسئ.

درېیم: دا معلومه کړئ چې متن د څه او چا لپاره تولیدوئ، یعنې د دې متن مخاطب یا ویونکی څوک دی.

څلورم: د متن د تولید بڼه مشخصه کړئ، لکه تاسو غواړئ دا متن د مارکېټېنګ لپاره تولید کړئ، د محصلانو یا زده کوونکو لپاره یې تولید کړئ، د علمي او اکاډمیک سیمینار یا کنفرانس لپاره یې تولید کړئ، د عامو خلکو لپاره یې تولید کړئ او د دې په ډول ځینې نور.

پنځم: په وروستۍ برخه کې د متن د تولید لپاره Tone یا لحن مشخص کړئ چې دا رسمي متن د او که غیر رسمي یا ځینې نور چې په بېلابېلو موضوعاتو کې به متفاوت وي.
لاندې مثال په نظر کې ونیسئ او پخپله یې عملي کړئ.

موږ غواړو چې د یوې علمي مقالې یا سیمینار د وړاندې کولو یا لیکلو لړلیک یا Outline  ترتیب کړو، نو په لاندې ډول چټ جي پي ټي ته فرمان ورکوو تر څو ځواب تر لاسه کړو:

لومړی:

[Topic: The Impact of Climate Change on Global Food Security

Context: Graduate seminar at the School of Environmental Science

Requirement: Outline for a seminar paper with research questions

Language: Academic

Tone: Formal]

دویم:

[Topic: Gender Inequality in STEM Fields: Causes, Consequences, and Solutions

Context: Graduate seminar at the Department of Gender Studies

Requirement: Outline for a seminar paper with research questions

Language: Academic

Tone: Formal]

که تاسو د دې ځوابونه وګورئ نو یو ښه جوړښت یا سټرکچر درته درکوي له ځانګړو عنوانونو سره، البته حتمي نده چې ټول کاپي کړئ، تاسو کولای شئ تغیر پکې راوړئ او د تغیر راوړلو او ترتیب لپاره به یو ښه فکر او ایډیا درکړي.

یادونه: که مو خوښه وه، نو د پورته مثالونو یا نورو مثالونو له کارونو وروسته خپل نظر او تجربه شریکه کړئ.

څنګه چټ جي پي ټي په موثر او ځیرک ډول وکاروو!؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب