پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+نکریزې ولې د ښځو ډیرې خوښېږي؟

نکریزې ولې د ښځو ډیرې خوښېږي؟

په تاسو نارزینه وو کې به هم داسې کسان وي چې په کوچنیوالي کې يې په پښو یا لاسونو نکریزې ایښي وي، دا ځکه چې هلته همداسې دود وو، او دا هم راسره ومنئ چې مور او خویندې به درته نکریزې نه ایښودې بیا به مرور وای او غوښتلې به مو.

خو ځه خیر، دا هر څه به پریږدو، په دې به وغږیږو چې یوه میرمن د عمر له پیله تر پایه نکریزي خوښوي او دا چې ولې یې خوښوي، زه يې درته وایم:

۱- په کوچنیوالې کې

کله چې یوه انجلۍ کوچنۍ وي، نو د هغې فطرت داسې جوړ وي چې د نورو همزولو څخه په هرې خوښۍ کې باید په نکریزو پوري کولو کې مخکې وي ځکه هغه يې خپل د ښایست راز بولي.

کوچنۍ انجونې په پښو او لاسونو نکریزې پورې کول ډیر خوښوي، البته هغه ډول يې چې لاسونه او پښې يې پرې ډیرې ککړې ش، ترڅو لاسونه او پښې يې ښې سرې شي او پرې ښایسته معلومه شي.

اخترونو، کلیوالو ودونو او چیرته په تللو کې به مو لیدلي وي چې ماشومان ډير کوښښ کوي چې نکریزې پورې کړي، ځکه فکر کوي، که داسې ونه کړي، بیا له نورو په سیالۍ کې پاتې کیږي.

تاسې به دا هم لیدلي وي چې ډیری میرمنې او ماشومې نجونې کوښښ کوي چې په خپلو لاسونو او پښو بیلابیل چاپونو جوړ کړي، دا ددې لپاره چې ددې چاپونو ښکلا دومره ډیره شي چې نورې انجونې هم ترې اغیزمنې شي او همداسې چاپونه واچوي.

باید یادونه وکړم چې دا عمر نسبت نورو پړاونو ته ډیر د نکریزو لیواله پړاو دی نو هڅه وکړئ ماشومانې انجوني مو په دې کړنه خوښې وساتئ.

۲- پیغلتوب

ځوانې انجونې هم تر کوچنیو هغو کمې ندي، ځکه دا طبقه خلک ډیری يې مئینې، کوژده شوې او یا هم نوې واده شوې میرمنې وي.

که یوه انجلۍ کوژده وي او یا هم د واده لومړي کلونه يې وي، نو ډیره لیوالتیا د هغو بازاري نکریزو سره لري چې له امله يي په لاسونو بیلابیلې چاپې جوړیږي او تاسو پوهیږئ چې دغه ډول انجونې ولې نکریزو ته ډیري خوشحالیږي؟

د لسګونو نجونو ځواب یو شان دی.

دوي په دې آند دي چې که مو نکریزې ښې سرې شي دوه علته لري؛ لومړی دا چې: زموږ سینګار پرې ښایسته ښکاري او دوهم اړخ يې لا دا دی چې که مو نکریزې ښه رنګ وکړې، نو پدې معنا چې د ژوند ملګری مو ډیره مینه راسره لري، او تر څنګ له نورو انجونو به مو سیالي هم وړي وي.

خو؛
دا هم مهمه نده چې دوی فال ونیسي، بلکې ډیری انجونې په دې باور دي چې د نکریزو سره يې د ژوند ملګری مینه لري او دوی هڅه کوي چې د هغه د زړه خوښ ساتلو لپاره دا چاره ترسره کړي.

۳- پوښمنګې میرمنې

هغه میرمنې چې نوې د ځوانۍ له مرحلې وتي او د زړښت په لور يې پل ایښی وي هم له نکریزو ایښودلو سره خاصه مینه لري.

دا ډول میرمنې ساده او کورنۍ نکریزې ډیرې خوښوي، ځکه د دوی په باور نکریزې پورې کول يې په پښو او لاسونو رامنځته شوي چاودي له لمنځه وړي او لاسونه يې ښه کوي.

او بله عقیده يې دا هم ده چې د سپین سر سور کول د نکریزو پواسطه ثواب لري او هم د تبې درلودلو پر مهال په سر او پښو ایښودل يې تبه اراموي.

د یادولو وړ ده چې په عادې حالت کې د نکریزو استعمال د ژمې پر نسبت په اوړی موسم کې ځکه ډیر دی چې د ډیری میرمنو په باور دا خپله یخ خاصیت لري.

۴- د نکریزو ایښودو په دود کې بدلون

پخوا به خلکو نکریزې په پښو او لاسونو باندې همداسې اخیړلې یعنې ساده ایښودلې به یې، خو اوس په کې بدلون راغلی، ځکه اوس کوښښ کوي چې په پښو او لاسونو باندې ښایسته او ښکلي ګلان، نقشونه او رسمونه جوړ کړي.

۵- د کرن خان اترنګ البم

د کرن خان په دې البم سره اول ډیرو خلکو ته پوښتنې پیدا شوې چې بیا بلاخره هغه په خپله فیسبوک پاڼه ورته دا پوښتنې ځواب کړې او پر فیسبوک یې داسې پوسټ وکړ؛

۶- نارینه هلکانو ته ولې په ښچه یا کچه ګوته نکریزې ږدي؟

تر اوسه ما ددې بل راز پیدا نه کړ، پرته له دې چې دا یو دود دی او ددې لپاره نکریزې ږدي چې له نورو زلمیانو سره یې فرق وشي، ځکه د واده زلمی باید ګوتې سرې کړي چې خلک پوه شي د واده واله همدی دی.

بل دا چې اکثره میرمنه یا ناوې خپل خاوند ته په کوچنۍ یا ښچه ګوتې نکریزې ددې لپاره ږدي چې مینه یې لا زیاته شي او د واده زلمی خوښ شي.

په ننګرهار کې د لالپورې سیمې نکریزې مشهورې دي، ځکه اکثره خلکو نه که وپوښتې درته به ووايي چې د لالپورې نکریزې واخلئ او کیږدئ.

باید یاده کړو چې افغانستان کې خلک نکریزي د ودونو، اخترونو، زیږیدو ورځ، نامزادي او نورو خوښيو ورځو کې ږدي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب