دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+دا ۲۵ خبرې مه هېروئ

دا ۲۵ خبرې مه هېروئ

ژباړه او راټولونه: احمد فرهاد توتاخېل

 

د شپې له خوا خوب نه درتلل، په دې مانا چې د بل چا په خوبونو کې ویښ یې؛

که د یوه چا په خیالونو کې ډوب شوې، په دې مانا چې لومړی هغه/ هغې ستا په اړه فکر کول پیل کړي و؛

نوښتګر کسان تر نورو زیات له اضطراب، ډېپرېشن او ذهني ګډوډۍ کړېږي، ځکه دوی له هغو افکارو سره چې په خپل ذهن کې یې لري، د یوازېتوب احساس کوي؛

د ارواپوهانو په وینا، که ملګرتیا له ۷ کالونو څخه زیات دوام وکړ، نو مادام العمر به وي؛

کومو افکارو ته چې تا په ذهن کې ځای ورکړی، ۹۰ سلنه ستا پر ورځني حالت او چلند کنټرول لري. یوازې یو منفي فکر ستا ټوله ورځ خرابولای شي؛

۸۰ سلنه خلک خپل احساسات له ځان سره ساتي، ځکه دوی پر دې باور دي چې د نورو خلکو لپاره د درد درک کول ستونزمن کار دی؛

د انسانانو د چلند اړوند مطالعې ښيي، هغه کسان چې خپل ګرځنده ټیلیفون ورکوي، د مرګ غوندې درد تجربه کوي؛

ستا په ژوند کې ترټولو غوره کس هغه دی، چې تر بل هر چا له مخه ستا په ذهن کې وروسته د دغې جملې له لوستلو راځي؛

ځینې کسان په حقیقت کې له ډېرې خوشالۍ کولو وېریږي، ځکه دوی پر دې اند وي چې ګوندې له دې وروسته ښايي کومه غمیزه ورپېښه شي؛

د انسان ذهن خپل ډېری وخت د هغو یادونو پر بیا ژوندي کولو تېروي، چې تېر شوي دي؛

که د چا یادېږې، نو ۸۰ سلنه د دې چانس شته چې خوب کې درشي؛

عجیبه نه ده؟ که کوم څوک دې خوښېږي، نو بل چا ته یې ویلی شې، خو که د چا ته خوښېږي، نو بل چا ته یې وېلی نه شې؛

په یوه چا مینېدل یوازې ۴ دقیقې وخت نیسي؛

که یو څوک دې یادېږي او د لیدو لپاره یې هېڅ کار دې له وسې نه وي پوره، نو خامخا د انسان پر روح او روان بد اغېز کوي او حالت یې ورخرابوي؛

ستا د خوښې سندره ستا د خوښې ده، ځکه په اورېدو یې تا ته خپل یادونه دریادېږي او ربط ورسره ورکوې؛

د ارواپوهنې یوې مطالعې موندلې، چې په اړیکه کې ځیرک خلک تر دې نورو خورا زیات صادق او رښتیني پاتې کېږي؛

هغه کس چې تل  د نورو د خوشحاله کولو هڅه کوي، ډېری وخت په خپله د یوازېتوب احساس کوي؛

په ۱۶ کلنۍ کې ۸۰ سلنه ځوانانو له هغو کسانو سره لیده کاته کړي وي، چې غواړي ورسره واده وکړي؛

کله چې یو څوک وايي له تا څخه پوښتنه لرم، نو ۹۸ سلنه ستا په ذهن کې هغه بدې کړنې ګرځي چې تا په دې وروستیو کې ترسره کړې وي؛

مطالعو منلې، که خپل موخې له نورو سره شریکې کړې، نو ډېر لږ احتمال شته چې ته خپل اهدافو ته ورسېږې، ځکه ته خپل انګېزه له لاسه ورکوې؛

هغه څه له لاسه نه شې ورکولای چې تا هېڅ وخت نه درلودل، هغه څه نه شې ساتلی چې ستا نه اوسي او هغه څه نه شې ساتلی چې له تا سره د پاتې کېدو نه اوسي؛

که پر ستونزو تمرکز وکړې، لا په نورو ستونزو کې به هم ډ‌وب شې او که پر حللارو او امکاناتو تمرکز وکړې، نو لا نور فرصتونه به هم ولرې؛

هر څه ځان ته مه کش کوه. څومره چې ته د ځان په اړه فکر کوې، هغومره نور خلک ستا په اړه فکر نه کوي؛

د یوه نوي کار له پیلولو مه وېرېږه، ځکه که چېرې ته د مالوماتو په هغه محدوده کې پاتې شې چې ته له مخه پرې پوهېږې، نو ژوند دې بې خونده کېږي.

څومره چې عمر دې زیاتېږي، هماغومره دې پر خلکو باور کمېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب