شنبه, سپتمبر 7, 2024
Homeخبرونه۶ نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بېوزلۍ د پراختیا خبرداری ورکړ

۶ نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بېوزلۍ د پراختیا خبرداری ورکړ

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۷ ) شپږو نړیوالو سازمانونو په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی، چې د نړیوالو سازمانونو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له خوا د افغان ښځو پر کار کولو بندیز په افغانستان کې د بې وزلو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

د ډنمارک د کډوالو شورا، انټرسوس، د ماشومانو د ساتنې موسسې، د ناروې د کډوالو شورا، د لوږې په وړاندې عمل او ورلډ ویژن ویلي، چې په دې اړه د طالبانو د رژیم وروستۍ پریکړه به په افغانستان کې ډېر خلک، په خاص ډول ښځې د فقر پر وړاندې د مبارزې له پایلو بې برخې کړي.

دغو سازمانونو له طالبانو غوښتي، چې د ښځو خلاف خپل لګولي افراطي قیودات لغوه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت هم روانه اونۍ طالبانو ته اعلان کړه، چې د ملګرو ملتونو بنسټونه له ښځینه کارکوونکو پرته نه شي فعالیت کولای او د دوی وروستي قیودات به د دوی ژوند ژغورنکي فعالیتونه زیانمن کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، که څه هم تر اوسه یې په افغانستان کې د دغه سازمان په اړوندو ادارو کې د ښځو د کار د منع په اړه د طالبانو کوم لیکلی سند نه دی ترلاسه کړی، خو ته د باوري چینلونو له لارې خبر ورکړل شوی چې افغان ښځې له ملګرو ملتونو سره له کار کولو منع شوي دي.

هغه وویل چې د کابل له چارواکو سره به خبرې وکړي څو د دغه ډول پرېکړې لامل روښانه کړي.

د طالبانو رژيم له ډېرو منفي غبرګونونو سره- سره په دې اړه څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. یاره نړی وال هم خره دي طالبان مو په ۲۵ کاله نه وه پیژنده یا خو تسي تر خبر تیر سی یا یې داسي مړه کړی چي بیا د طالب نوم نسي پاته ترمنځ مو موږ مړه کړو.
    اوس هم طالب اباد دی وزارت ریاست موټر ددی سره دي په جنګ کي هم د غریب زوی مړ کیدی.
    پریږدی د شمالی لنډغرو کدر خو ندی که ښه دی که بد خو مړه مو هم نه کړه اوس یی پریږدی چي حکومت وکړي جنګ خو نسته چي هغه ډوډی لري هغو خو پر ارامه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب