دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهشېخ نديم د چین لخوا کابل پوهنتون ته جوړ شوي تالارونه د...

شېخ نديم د چین لخوا کابل پوهنتون ته جوړ شوي تالارونه د صحابو په نومونو ونومول

تاند: ( پنجشنبه ، د حمل ۱۷ مه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د کابل پوهنتون لپاره د چين له لوري د غونډو جوړ شوي دوه تالارونه د صحابه وو په نومونو ونومول.

نوموړي د دغه وزارت د علمي شورا غونډه کې لومړی روژه د خپلو نفسونو د تصفیې، په ځان کې د اصلاح راوستلو او عباداتو لپاره غوره چانس بللی او د شورا له غړو یې غوښتي، چې له دغه فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي.

د شېخ نديم مطبوعاتي دفتر ویلي:(( همدا راز په کابل پوهنتون کې د چین هېواد له لوري د نویو جوړو شوو تالارونو او تدریسي بلاک لپاره نومونه وټاکل شول، چې لوی تالار د «تمیم انصاري رضی الله عنه»، کوچنی تالار د «قتیبه بن سعید رحمه الله» او تدریسي بلاک د «امام محمد بن حسن شیباني رحمه الله» په نومونو ونومول شول.))

د طالبانو منتقدین پر دوی نیوکې کوي، چې له بيا واکمنيدو سره ېې د افغانستان ټول دولتي او علمي بنسټونه په مدرسو او طالباني مرکزونو بدل کړي، چې له دې امله پر علمي کادرونو کړۍ تنګه شوې او هېواد پريښودو ته اړ شوي دي.

4 COMMENTS

  1. ولي يې د ملا عمر په نامه نه کړل؟ نور خو له دغو خبیثانو هر څه پاته دي همدغه خباثت یې بنا کړئ الله جلاالله مو وشرموه ددجال پیروانو د انسانیت او پوهې دښمنانو 😡

  2. باید یو یې د بوش یو د اباما یو یې د ټرمپ په نامه کړي وای زامن بې سخته خوشحاله وای.
    دصحابه وو څخه ډیر خلګ بد وړي.
    طالبان هم ظلم کوي

  3. پښتو او پښتونوالي له مینځ ولاړل، همداسې چه یو غربی ظالم او تاریخي اروپایی قاتل «اسکندر خبیث مقدوني» پر موږ له پېړیو را په دې خوا د «اسکندر کبیر، فاتح او قهرمان» په نامه تمبول شوی ؤ او پاتې خوشایي یې هم وطن او هم ناموس د خلکو خرڅ کړل، ژوندي شاهدان، اوس نو د عربو مړو ته بایدي وګډېدل شي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب