پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد ښځينه همکارانو ننګه؛ افغانستان کې د ملګرو ملتونو کارکوونکو کار بندیز...

د ښځينه همکارانو ننګه؛ افغانستان کې د ملګرو ملتونو کارکوونکو کار بندیز کړی

تاند: ( پنجشنبه ، د حمل ۱۷ مه) په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د دفتر ( يوناما) مرستیال ویلي، چې په افغانستان کې نارينه کارکوونکو یې د ښځينه همکارانو په ملاتړ کار بندیز کړی.

رامز الکبروف وايي، نارینه همکارانو يې دندو ته د نه تلو پرېکړه کړې، خو ویلي چې دندو ته به دوام ورکړي.

الکبروف، په ورته مهال د ښځو پر حقونو د بندیز په اړه د طالبانو پریکړه د بشري حقونو پراخ نقض ګڼلی.

نوموړي په ورته وخت کې ټينګار کړی، چې د ښځو له ګډون پرته خپلو حقونو ته د ښځو لاسرسی ممکن نه دی.

ملګرو ملتونو تېره سې شنبه اعلان وکړ، چې طالبانو یې ښځینه کارکوونکي دندو ته له ورتلو منع کړي دي.

یاد شوي سازمان د دغه کار له غندلو سره، دا پریکړه د نړیوالو قوانینو نقض او په خلاف وګڼله.

طالبانو د خپلې دغې پریکړې په اړه څه نه دي ويلي.

د دوی دا پریکړه په پراخه کچه غندل شوې او ویل شوي، چې طالبان اصلاح کیدونکي نه دي او په کار ده، چې نړیوال ېې د فشار لاندې راوستو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

1 COMMENT

  1. شهاب
    زه په دي باور یم چې امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحي تړون په ضمایمو کې همدا خبرې شاملې وي. چې طالبه ماته ګواښ مه جوړوه ته که په خپل وطن کې هرڅه کوي هغه کوه. که دې ښځو ته د زده کړو ممانعت کاوه، که دي یوازې د ملایانو حکومت جوړاوه او که دي څوک وژل یا له ملکه شړل په هغوو به امریکا او آن نور هیوادونه هیڅ کار نه لري. یوازې به په خوله، او اعلامیو ستا کړنو ته غبرګون ښيي یا به هم د سفر بندیزونه درباندې اعلانوي خو په عمل کې به بیا دا سفرونه هم کولای شي. لکه د بندیزونو په مهال مسکو ته د خیرالله خواه سفر چې تر سره شو. بله خبره دا هم ده طالبان هم لکه سبا چې له دې وطنه روان وي، داسې کارونه کوي چې ویجاړیدو ته يي پلمه جوړه شي. دا نیم نیمه چه وطن په یو ډول بیا وړان کړي. شمالي کې بیا باغونه وسوځي، خلک نور هم پسي کډوال شي، پاکستانۍ کالداره بیا ۱۵۰۰ افغانیو ته ورسوي. داسې کارونه کیږي چې سړی ورته حیران پاته شي، ایا د یوې بلې ګډوډۍ له پاره خو به لاره او چاره نه لټوله کیږي؟ کنه خلک ورته وايي دوئ يي خبره نه مني ځان هم د خلکو استازی حکومت بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب