Home+مزاحم چرګ په اعدام محکوم شو

مزاحم چرګ په اعدام محکوم شو

تاند (پنجشنبه، د حمل ۱۷مه) وروسته له دې چې د نایجریا د کانو ښار یوه اوسیدونکې له قاضي څخه د خپل چرګ د حلالولو لپاره مهالت وغوښت، محکمې تر سبانۍ (جمعې) پورې وخت ورکړ.

د محکمې قاضي مالام یوسف ته ویلي چې خپل چرګ په دې خاطر حلال کړي چې ګاونډیانو ته یې مزاحمت پېښ کړی دی.

خو یوسف په محکمه کې وویل چې ده دا چرګ د «ښې جمعې» د لمانځلو لپاره رانیولی او غوښتنه کوي چې د عیسویانو تر سپېڅلې جمعې پورې دې وخت ورکړل شی.

قاضي د یوسف غوښتنه ومنله خو پرېکړه یې وکړه چې چرګ باید له جمعې وروسته ونه لیدل شي.

قاضي یوسف ته ویلي چې که د جمعې په ورځ یې خپل چرګ حلال نه کړ، جریمه به شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...