شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد م.م. په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز په...

د م.م. په دفترونو کې د ښځو پر کار د بندیز په وړاندې غبرګونونه

تاند (پنجشنبه، د حمل ۱۷مه) د ملګروملتو مرستندوی ماموریت یا یوناما د ملګروملتو په دفترونو کې د افغان کارکوونکو د منع کېدو په اړه د طالبانو پرېکړه په کلکه وغندله.

یوناما په یوه بیان کې ویلي چې طالب مشرانو ورته ویلي چې نور افغان ښځې د ملګروملتو په دفترونو کې د کار اجازه نه لري.

د ملګروملتو په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د طالبانو تر دې فرمان مخکې هم ښځینه کارکوونکې د تګ راتګ په مهال ځورول شوې او بیرول شوې وې.

ملګروملتو خپلو ټولو ځايي یا افغان ښځینه کارکوونکو ته اعلان کړی چې تر بلې خبرتیا او تر هغو پورې چې له طالبانو سره په خبرو کې دا مسله څرګندېږي، کار ته ورنه شي.

یوناما ویلي، دا بندیز د نړیوالو قوانینو پر اساس غیرقانوني دی او د ملګروملتو لپاره د منلو نه دی.

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې او د دې سازمان د ښځو د برخې اجرايي مشرې سیما باهوس هم دا بندیز غندلی او له طالب چارواکو يې غوښتي چې ژر تر ژره لخپله پرېکړه بېرته واخلي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمیشنر ولکرترک په یوه بیان کې ویلي دي، د طالبانو د سرپرست حکومت دا پرېکړه په افغانانو “بې رحمانه” او سیستماتیک برید دی چې، له کبله یې د افغانستان د نیمايي وګړو ظرفیتونه راټیټ او هغوی به وګواښل شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو مشران باید د افغانانو او دغه راز د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره د ښځو پر ضد په پالیسو بیا کتنه وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنستي انټرنیشنل دا طالبانو دا پرېکړه له وجدانه لیرې بللې او په خپل ټویټر یې لیکلي دي، که طالبان دا پرېکړه بېرته وانه‌خلي نو میلیونونه خلک به په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري، له مرستو بې برخې شي.

د طالبانو د دې اقدام په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکن په یوه ټویټ کې لیکلي، دغه پرېکړه هغه افغانان چې ژوند یې په بشري مرستو متکي دی ګواښي.

نوموړي له طالبانو غوښتي چې افغانانو ته دې لومړیتوب ورکړي او خپله پرېکړه دې بېرته واخلي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د طالبانو دا پرېکړه غندلې او په خپله ټویټرپاڼه یې لیکلي دي چې متحده ایالات له ملګرو ملتونو سره ولاړ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب