شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونههرات کې د تېرې شپې د جګړو په اړه ضد و نقیض...

هرات کې د تېرې شپې د جګړو په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکړل شوي

تاند:( پنجشنبه، د حمل ۱۷ )  د هرات ښار له درېیو سیمو تېره شپه د جګړو خبرونه ورکړل شوي، چې د څرنګوالي په اړه یې بېلابېلې ادعاوې شوي دي.

یو شمېر ځایي خلکو ویلي، چې د ښار په نهمه، لسمه او یوولسمه ناحیه کې یې د سختو جګړو او ډزو غږونه اوریدلي دي.

د هرات لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولانا نعیم الحق حقاني ویلي، چې په دغو سیمو کې د داعش ډلې پر پټنځایونو عملیات شوي.

سرچینې له زیاتو جزیاتو پرته په دغو سیمو کې د داعش وسله والو د له منځه وړلو ادعا کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس او طالب ویاندویانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځینو سرچینو ادعا کړې، چې یادې جګړې د طالبانو د استخباراتو د سیمه ییز ریاست د څوکۍ پر سر د دوی د وسله والو تر منځ شوي دي.

په وروستیو کې طالبان په بېلابېلو ولایتونو کې د ورته جګړو نوم د داعش خلاف عملیات یادوي، خو خلک په دې اړه شکمن دي او بېلابېلې ادعاوې کوي.

د طالبانو یو شمېر منتقدان دوی تورنوي، چې د جګړو او وژنو اصلي معلومات پټوي او ځینې مهال د جمهوري نظام امنیتي سرتېري د داعش وسله والو په نوم وژني.

طالبانو په دې اړه ادعاوې رد کړي، خو د داعش خلاف د عملیاتو په نوم نومولې جګړې یې خلکو ته نه دي مستند کړي.

4 COMMENTS

  1. هغه خبره مه هیره وی چی اوس دجمبوری بګیل عسکر له داعشیانو سره یوځای سوی دی. هغه امریکایی خبریال یی دا راز افشا کړی دی.
    بګیل او تښتیدلی خلک داعتبار وړ ندی. پردی افغانان خو پریږده هغوی خو دافغانستان سره ددښمنی قسم پورته کړی دی.

  2. په نفاق کی گته نشته اتحاد ته کار لازم دی. بس ده لسیزی کیگی چی یو دبل ریشی باسی. شاهی په یوه یی خرابه کره، د داود خان جمهوریت یی په بل نوم خراب کر، ترکی امین یی په بل سره ووژل، نجیب یی په دار کر،خلقیان او پرچمیان یی خپل منز کی سره مصروف کرل، مجاهدین چی کامیاب شول بیا یی بیرته توپکیان کرل، طالبانو اوله دوره یی ترورستان کرل، د کرزی او اشرف لالا حکومتونه یی تامیان او امریکایان کرل، اوس بیا اسلامی ته بیا نوم گوری. نور بس ده، همدا اسلامی امارت چی هر شی دی باید تقویه شی اصلاح شی. که دا خراب شی نو بیا به سوک راشی؟ امرالله ناصالح که مردار خور فضلی او محب؟ عطا نور که قاتل دوستم؟ اسلامی امارت هم باید اصلاحات راولی داسی نه کیژی چی مقام ته شیخ صاحب قاری صاحب مولوی صاحب وگماری. که مولوی صاحب متخصص وی بیا صحیح ده ودی گماری. د اسلامی امارت دری ستر کارونه باید وستایو اشغال یی ختم کر، دوهم لندغر او فرعونیان یی ورک کرل، دریم امنیت یی نسبتا تامین دی. منفی کارونو ته یی باید ور فکر کرو. خاص ملایان گمارل، غیر مسلکیان گمارل، تکبر کول، سخت تکبر او غرور پکی شته، د ملت په پیسو ودونه کول، معلمانو او استادانو ته په سپکه کتل، اناث د تعلیم او کار خخه منع کول.

  3. دا دی خبیث اولاد صرف همدی ته راغلی چی افغانان مړه کړی داعش هسی خبره ده داعش هم دی خبیث هیبت ډله ده دواړه دی امریکا جوړی ډلی دی چی صرف دی حقیقی مسلمانانو د وځلو لپاره راغلی او څو دی هیرا منډی حرامیانو ته مرداری کلداری ورکوی او هغوی ورته تبلیغات کوی چی انشالله هغوی به هم ډیر زر هیرا منډی ته په منډو سې

  4. دا تڼی تخلص خو لیری که بیا چی هر څه لیکی پروا نلری لکه چی په امریکا یانو پسی ډیر خفه شوی یی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب