چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Homeخبرونهد افغانستان سوداګري مرکزونو ته څوک اور اچوي؟

د افغانستان سوداګري مرکزونو ته څوک اور اچوي؟

تاند(سې شنبه، د سنبلې ۱۹ مه) د افغانستان په مهمو ښارونو کې په سوداګري مرکزونو کې د اور لګېدو له پر له پسې پېښو وروسته، ځینو پاکستاني خبري سرچینو او همدارنګه په افغانستان کې د طالبانو واکمنې ادارې ته نژدې کسانو په دې پېښو کې د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارې لاس لرلو ته ګوته نیولې ده.

د تسنیم خبری اژانس د راپور له مخې، ادعا کېږي چې د پاکستان د استخباراتو اداره (آی ایس آی) د افغانستان په لویو ښارونو کې د سوداګریزو مرکزونو د ویجاړولو او سوځولو لپاره یو ځانګړی واحد جوړ کړی دی.

په پاکستان کې بلوڅ ځواکونو ته نژدې یو ژورنالیست او لیکوال او د “یاهوت” ویبپاڼې چلوونکي ویلي چې د دې واحد مشري د “جمال ناصر” په نوم یو افسر، چې د کوټې ښار اوسیدونکی دی، کوی. د جمال ناصر سازمانی نوم شاهین دی.

د اسد الله اغا په ګډون طالبانو ته د یو شمېر نژدې سرچینو په وینا، تېره میاشت، د پاکستان د پوځي استخباراتو یوې ځانګړې څانګې د ډیورند لانچمنې کرښې ته څېرمه د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې یوه لوی سوداګر مرکز ته اور واچاوه چې په نتیجه کې یې ټول بازار وسوځېد او د میلیونونو ډالرو تاوان واوښت.

پر کندهار سربېره په وروستیو کې په ننګرهار، هرات او د افغانستان په ځینو شمالي ولایتونو کې د اور لګېدو له امله یو شمېر تجارتي مرکزونه او ګڼ موټرونه سخت زیانمن شوي یا بشپړ ویجاړ شوي دي.

د دغو پېښو عاملان څرګند شوي نه دي او د طالبانو حکومت هم په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

1 COMMENT

  1. دد ترهګر حکومت همدا وظيفه ده کله دافغانستان تجارتي لاري بندي کړي، کله تجارتي مرکزووته اور اچوي خو سوال دلته ده چي د پاکستاني بل هدف څه ده برسيره پر د چي خپل روزل شوي زورواکي یي په افغانستان کي واک ته ورسول او زورواکي غلي ناست دي هيڅ غږ نه پورته چي د وطن اقتصاد ئي سبوتاج کيږي، منتقي خو به دا وای چي پاکستاني حکومت له تالبانو سره اقتصادي مرسته کولاي چي تاليبيي حکومت سم په پښو وريږي او د خلکو په منځ کي محبوبيت پيدا کړي واي.
    که څوک دا موضوع روښانه کړي چي پاکستان ولي د افغانستان اقتصاد سبوتاجوي بده به نه وي.
    خوښنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب