جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد افغانستان او نیوزیلنډ د ټیستلوبې یوه بله ورځ ضایعه شوه

د افغانستان او نیوزیلنډ د ټیستلوبې یوه بله ورځ ضایعه شوه

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۱۹ مه) په هند کې د افغانستان په کوربه توب د افغانستان او نیوزیلنډ د یوازینۍ ټیستلوبې دوهمه ورځ هم ضایعه شوه.

سره له دې چې نن ډېره هڅه وشوه چې میدان وچ کړل شي خو د ورښت او د میدان د لندوالي له کبله بالاخره د ماسپښین په ۳ بجې امپایرانو پرېکړه وکړه چې نن هم لوبه وځنډول شي.

اوس ټاکل شوې ده چې دا پنځه ورځنۍ سیالي، د ۵ ورځو پر ځای په ۳ ورځو کې وشي.

د دې لوبې ځنډېدا په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره ښه خبر په دې نه دی چې افغان لوبډله د ټیست سیالیو ډېر لږ چانس مومي.

له همدې کبله د کرکټ ځینو نظرخاوندانو ویلي دي چې افغانستان ته دې یو بل چانس ورکړل شي چې پوره ټیستلوبه وکړای شي.

د هوا پېژندنې اټکل ښيي چې سبا به اسمان شین وي. د هند ګرېټر نویدا لوبغالی به هم مسابقې ته چمتو وي. په پام کې ده چې د هند په وخت د سهار په ۹ بجې پچه واچول شي.

نن د نیوزیلنډ لوبغاړو د مسابقې پیچ یا ویشتنځای ته نژدې تمرین وکړ خو د افغانستان لوبغاړي په میدان کې ښکاره نه شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...