Homeخبرونهبلخ کې د سوالګرو د راټولولو کمپاین پيل شو

بلخ کې د سوالګرو د راټولولو کمپاین پيل شو

تاند:( جمعه، د حمل ۱۸ )  په بلخ کې د طالبانو ځایي چارواکو د سوالګرو د را ټولولو د کمپاین د پيلولو خبر ورکړی.

ځایي چارواکو ویلي، چې په دې اړه یې له بېلابېلو ادارو ګډ کمیسیون جوړ کړی.

طالبانو مخکې په کابل کې هم د سلګونه زرو سوالګرو د را ټولولو، چاڼ او بیا یې مستحقو سره د میاشتینیو مرستو خبر ورکړی و.

د طالبانو دا چاره د هرکلي ترڅنګ نیوکو سره هم مخ شوې ده.

پلویان یې وایي، چې د سوالګرو په لباس کې نامستحقه خلک هم شته، خو منتقدان یې وایي طالب رژیم ټول افغانان سوال ته کینولي، خو په داسې نمایشي کړنو هڅه کوي ځان مسوول او د خلکو وضعیت ته متوجه وښيي.

طالبان که څه هم په کور دننه د سوالګرو ستونزو ته د خپلې پاملرنې ادعاوې کوي، خو ځینې چارواکي یې په خاص ډول د سرې میاشتې مشرتابه له ډېرو هېوادونو غوښتي چې د سوالګرو د ملاتړ لپاره مرستې ورسره وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...