شنبه, مې 18, 2024
Home+په فینیکس کې بې چلوونکو موټرو کار پیل کړ

په فینیکس کې بې چلوونکو موټرو کار پیل کړ

تاند- وایمو (waymo) کمپنۍ د امریکا د اریزونا ایالت په مرکز فینیکس ښار کې د بې چلوونکو موټرو خدمات د عامو خلکو لپاره پیل کړل.

دا د فینکس د خلکو لپاره د ټکنالوژۍ په برخه کې لوی لوی پرمختګ دی.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، وایمو کمپنۍ د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې هم د بې چلوونکو موټرو د خدماتو د پیلولو اجازه ترلاسه کړې ده او دې کمپنۍ د کلیفورنیا په سانفرانسیسکو ښار کې د بې چلوونکو موټرو په وسیله د بار وړلو ترانسپورت پیل کړی دی.

د روان نوومبر په پیل کې وایمو شرکت ته اجازه ورکړل شوه چې د فینکس ښار له مرکزي برخې د دغه ښار تر هوايي ډګره پورې په بې چلوونکي موټر کې سپرلۍ ورسوي.

وایمو شرکت په خپلو ترانسپورتي خدماتو کې ۷۰۰ بې چلوونکي موټرونه لري. د دغو موټرو ځینې جاګوار I-Pace او ځینې کرایسلر پسفیکا میني بسونه او همداراز (Class8) لارۍ دي.

وایمو کمپنۍ غواړي چې د فینکس ښار په نورو برخو کې هم بې چلوونکي موټر سړکونو ته راوباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب