Homeروغتیاد انسان په بدن کې د اوبو د کموالي نښې

د انسان په بدن کې د اوبو د کموالي نښې

۱ – د ادرار رنګ بدلېدل.
یعني په لازمه اندازه مو اوبه نه دي څښلي، پښتورګی د توکسينو د ایستلو لپاره اوبو ته ضرورت لري.
۲- پوستکی مو وچ کېږي.
د بدن پوستکي دوامداره رطوبت ته ضرورت لري، دا هم د اوبو د کمو څښلو يوه نتيجه ده .
۳- سر مو درد کوي.
که په بدن کي مو په لازمه اندازه اوبه نه وي د وينې فشار مو ټېټېږي، او په نتيجه کي د سر دردۍ سبب کېږي.
۴- زر ستړي کېږي.
د اوبو د کمي له امله بدن په لازمه اندازه اکسيجن نه شي توليدولی، نو ځان به تل ستړی احساس کوئ.
۵- قبض
د هاضمې سيستم د منظم کار کولو لپاره بايد پرېمانه اوبه وڅښئ. کله چې اوبه ونه څښئ د بدن موجودې اوبه په مختلفو برخو کي غونډېږي او د هاضمې سيستم ته لازمې اوبه نه رسېږي. چې دا په خپله د قبض سبب کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...