شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامريکا د ګندهارا تمدن د ميليونونه ډالرو افغان اثار پاکستان ته سپارلي

امريکا د ګندهارا تمدن د ميليونونه ډالرو افغان اثار پاکستان ته سپارلي

تاند:(یکشنبه ،د عقرب دوه ویشتمه)‏‌ امریکايي رسنیو د ګندهارا لرغوني افغان تمدن اړوند د میلیونونو ډالرو قاچاق شوي تاریخي اثار په خپله خاوره کې له موندلو وروسته پاکستان ته سپارلي دي.

د دغو اثارو د شمېر او کره شمېر په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

د ګندهارا لرغونی تمدن، چې د بودايي دورې سره هم مهاله و، د افغانستان له پلازمېنې پيل او اوسنی ننګرهار يې مرکز ګڼل کېږي.

 پښتونخوا، د اوسني پاکستان د پنجاب ځينې شمالي سيمې او د کشمير يوه برخه هم د دغه تمدن اړوندې سيمې وې.

پاکستان په داسې حال کې د لرغوني ګندهارا د تاريخي اثارو او ميراث دعوه لري، چې هغه مهال يې بیخي وجود نه درلود او د پخواني هندوستان يوه برخه و.

فرهنګي کارپوهان د طالبانو له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه غواړي، چې دا موضوع په مسوولانه ډول تعقيب کړي.

1 COMMENT

  1. طالب څوک ده چی زموږ د تایخی آثارو ننګه وکړی؟ هغه د پاکستان د آی اس آی غلام او د پنجاب د مدرسو تلي څټی ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب