یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد یوه پوهاند پر ځای ملا عبدالباقي حقاني د ازموینو ملي ادارې...

د یوه پوهاند پر ځای ملا عبدالباقي حقاني د ازموینو ملي ادارې مشر ټاکل شوی

تاند:(يکشنبه ،د عقرب دوه ویشتمه)‏‌ د طالبانو امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده لخوا د طالبانو یو ډېر ناندريز مشر مولوي عبدالباقي حقاني د ازموینو ملي ادارې مشر ټاکل شوی.

د نوموړي د ټاکل کیدو خبر د طالبانو د حاکمې ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ورکړی.

د هغه په وينا د دې ترڅنګ ډاکتر ګل محمد عثمان، د افغانستان د طبي شوری د سرپرست او د کلیو پراختیا وزارت پخوانی مرستیال قاري صلاح الدين ايوبي د زابل امنيه قومندان ټاکل شوی.

په دغو ګمارنو کې مولوي عبدالباقي حقاني د پوهاند عبدالقدیر خموش ځای ناستی ټاکل شوی.

پوهاند خموش د ازموینو د ملي ادارې له تاسيس څخه د دغې ادارې لوی رییس و، چې خلک ېې له رامنځته کړو اصلاحاتو او سيستم جوړونو خوشاله دي.

ملا حقاني مخکې د طالبانو له لوري د لوړو زده کړو وزير ټاکل شوی و، چې د دندې پر مهال ېې د افغانستان د تحصیلي نظام او علمي ظرفيتونو په اړه توهینوونکې څرګندونې د ډېر بحث وړ ګرځیدلې وې.

1 COMMENT

  1. په ۵۷ اسلامی ممالکو کی وګوری حتی ظالم ترین او جاهلترین حاکم هم داسی انډیوالان دی ځای ته
    ندی وړاندی کړی۰
    جناب ملا هبت الله اخوند
    مشوره خو اسلامی اصل دی،هر کار لپاره ،اهل د مشوری په کار دی ،ملا هرکاره ،جامع الکمالات موجود ندی ؛له سلګونو علمی رشتو ،یوه یی ملایی ده ،په ۵۶ نورو اسلامی ملکونو کی ستا د مدرسی
    ملا ته ، څوک ملایی هم نه ورکوی ،تر څو پوهنتونی سند ونلری۰
    نور کسان هم شته لکه مولوی صاحب متوکل ،مولانا ضعیف ،عبدالحق حماد او نور چې ملت سره
    نژدی پاتی شوی او ایمانداری ،علم او افغانیت یی ثابت دی ،یو له دوی نه ،مناسب او ارجحیټ یی
    درلود او ستا حیثیت ته هم صدمه نه واردیدله،لکه جمهوریت ته هم همدا څو انډیوالانو پرته،نور مو
    نه خوښیږی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب