تاند:(يکشنبه ،د عقرب دوه ویشتمه) د کابل په خيرخانې سیمه کې تېره شپه د وسله والې نښتې او ځينو چاودنو خبر ورکړل شوی.
د طالبانو ځايي ویلي، چې د نښتې او ډزو غږونه د داعش ډلې پر ضد د دوی د عملياتو اړوند وو.
د کابل لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د دغو عملياتو په اړه په لومړنيو معلوماتو کې د څلورو داعشیانو د ژوندي نيولو خبر ورکړی.
نوموړي په دې اړه نور جزییات نه ورکړي.
ځايي خلکو په سيمه کې د سختو نښتو يادونه کړې او ويلي، چې داعشیانو او طالبانو ته ښايي مرګ ژوبله هم اوښتې وي.
د دې نښتې خبر په داسې حال کې ورکړل شوی، چې په وروستيو کې د روسیې او منځني اسيا هېوادونو مشرانو له افغانستان څخه د داعش ډلې د فعالیتونو او د دوی هېوادونو ته يې د غځيدو په اړه انديښنه څرګنده کړې.