یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبښنې نړېوال سازمان: نړيوال دې د افغان ښځو د ځپلو اقدامات بابيزه...

بښنې نړېوال سازمان: نړيوال دې د افغان ښځو د ځپلو اقدامات بابيزه نه ګڼي

تاند:(يکشنبه ،د عقرب دوه ویشتمه)‏‌ د بښنې نړېوال سازمان پارکونو ته د افغان ښځو د نه ورتلو په اړه د طالبانو د حاکمې ادارې پريکړې ته په غبرګون کې له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان ښځو د ځپلو سيستماتيکو اقداماتو ته جدي پاملرنه وکړي.

دغه سازمان د طالبانو د يادې پرېکړې په ژر لغوه کيدو له ټينګار سره دغه پريکړه د ښځو لپاره يوه بله ضربه ګڼلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په يوه بله پريکړه کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د ښځو د حمامونو د تړلو اعلان کړی.

بښنې نړېوال سازمان ياده پريکړه هم غندلې او ويلي، چې د طالبانو له بيا واکمنيدو سره افغان ښځې له ډېرو لومړنيو حقونو هم بې برخې شوې دي.

د بښنې نړېوال سازمان له دغو ډله ييزو پريکړو وراخوا طالبان د ښځينه فعالانو په نيولو او شکنجې هم تورن کړي او په دې اړه يې نړيواله ټولنه په جدي پاملرنې مکلفه ګڼلې ده.

طالبانو دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې ېې په داسې مسايلو کې د نړيوالو څرګندونې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ګڼلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب