یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد کډوالو کميشنرۍ په ژمي کې د کورنیو بې ځايه شويو...

د کډوالو کميشنرۍ په ژمي کې د کورنیو بې ځايه شويو افغانانو په اړه انديښنه وښوده

تاند:(يکشنبه ،د عقرب دوه ویشتمه)‏‌ د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کميشنرۍ د افغانستان د داخلي بې ځايه شويو د بد وضعیت په اړه خبرداری ورکړی.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې د ژمي له رارسيدو سره د افغان بې ځايه شويو وضعيت د ډېرې اندیښنې وړ ګڼلی او د عاجلو مرستو غوښتنه يې ورسره کړې ده.

د يادې کمشنرۍ ویاند اولگا سارادو وويل:« سلګونه زره دغه افغان کډوال د سرپناه، د سرپناه د ګرمولو، د خپلو ګرمو لباسونو، خوړو او نورو عاجلو اړتياوو د برابرولو لپاره سختو ستونزو سره مخامخ دي.»

يادې کميشنرۍ په ژمي کې د سانتي ګراد منفي پينځه ويشت درجو پورې د افغانستان د ژمي د سړيدو وړاندوینه کړې او ويلي، چې سوړ ژمی به د افغان کډوالو وضعیت نور هم پېچلی کړي.

د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو د ارقامو له مخې د افغانستان شاوخوا ۲۴ ميليونه وګړي فقر، بشري او اقتصادي ناورين ځپلي او عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

په افغانستان کې د داخلي بې ځايه شويو شمېر شاوخوا درې نیم میلیونه وګړو ته رسيږي.

نا امني، بې کاري او وچکالي په افغانستان کې د داخلي کډوالۍ له اصلي لاملونو ګڼل کېږي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو او نسبي امنيت له تامين سره شاوخوا يو ميليون نور داخلي بې ځايه شوي خپلو اصلي سيمو ته ستانه شوي، خو ورسره د مرستو په نه تر سره کيدو نيوکې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب