یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهترکېې په روان میلادي کال کې ۵۷ زره افغان کډوال شړلي

ترکېې په روان میلادي کال کې ۵۷ زره افغان کډوال شړلي

تاند:(يکشنبه ،د عقرب دوه ویشتمه)‏‌ د ترکیې کورنیو چارو وزارت تایید کړه، چې د روان میلادي کال له پیله تراوسه یې څه باندې ۵۷ زره افغان کډوال له خپلې خاورې شړلي دي.

‏دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه افغانان ېې د عمومي او ځانګړو الوتنو په وسيله خپل هېواد او پاکستان ته ستانه کړي.

ترکېې د ټولو شړل شویو بهرنیو پناه غوښتونکو شمېر په ياده موده کې څه باندې سل زره تنه ښودلی دی.

ترکيه لویدیزې اروپا ته د مختلفو هېوادونو د خلکو اسانه او ارزانه لاره ده، چې د ډېرو هېوادونو او په خاص ډول افغانستان پناه غوښتونکي ورڅخه د اروپا ته تلو لپاره ګټه اخلي.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره، سلګونه زره افغانان د هېواد پريښودو لپاره د ایران او ترکیې په مسیر له خطرناکو لارو ورځي، چې د لارې اوږدو کې ېې د سختو ستونزو او حتا مرګونو پېښو خبرونه هم ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب