یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد سپین بولدک - چمن ترمنځ نښته شوې

د سپین بولدک – چمن ترمنځ نښته شوې

تاند- راپورونه وايي چې د سپین بولدک او چمن ترمنځ په دروازه کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پر یو بل ډزې روانې دي.

د سپین بولدک څو اوسیدونکو وویل چې دا پېښه نن غرمه دوولس نیمې بجې پیل شوه.

په سپین بولدک کې د طالبانو یوې سرچینې وویل چې دواړه خواوې پر یو بل ډزې کوي او په لړ کې یې یو شمېر پاکستاني ځواکونه او همداراز لارویان ټپیان شوي دي.

سرچینې وویل چې د مرګ ژوبلو د کره شمېر په اړه څه نه شي ویلی.

د سپین بولدک – چمن پر دواره د ورځې زرګونه کسان تګ راتګ کوي خو اوس د جګړې له کبله بنده ده.

تر دې وړاندې هم څو ځلې دا لار د دوو خواوو ترمنځ د نښتو له کبله تړل شوې ده.

 افغانان تور لګوي چې له افغان مسافرو سره د پاکستاني ځواکونو ناوړه چلند د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې د پارېدو سبب کېږي.

د پاکستاني پوځیانو له لوري په چمن او په ځانګړي ډول په کراچۍ ښار کې ناوړه چلند اکثره افغانانو سخت غوسه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب