Homeخبرونهکابل په ۲۰۲۴ کې د اسلامي نړۍ ثقافتي مرکز اعلانیږي

کابل په ۲۰۲۴ کې د اسلامي نړۍ ثقافتي مرکز اعلانیږي

تاند:(يکشنبه، د عقرب دوه ویشتمه)‏‌ د اسلامي همکاریو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي طارق بخیت د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي سره په ۲۰۲۴ کې اسلامي نړۍ د ثقافتي مرکز په توګه د کابل د کانديداتورۍ په اړه خبرې کړي دي.

 د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ليدنه کې د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې د خپل دفتر د پرانیستلو او په افغانستان کې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړیدو په اړه خبرې کړي.

د سرچينې له قوله، د اسلامي همکاریو سازمان استازي ویلي، چې په دې اړه د نوموړي سازمان د پریکړو د اجرایي کیدو په موخه راغلی دی.

په ۲۰۱۳ کې غزني ولايت د اسلامي همکاریو سازمان د تمدن مرکز اعلان شوی و.

هغه مهال د نا امنیو له امله د غزني ولايت پلان شوې رغنیزې تاریخي پروژې په سم ډول نه وې عملي شوې.

1 COMMENT

  1. اته یا شپږ کاله مخکی همدی خلکو غزنی داسلامی ثقافت مرکز اعلان کړی و په هغه کال غزنی دومره وران شو او دوکانونه پکی ځانمرګو وسوځول او زموږ اندړ خو بییخی پکی برباد شول یو کال کیې د اندړو ۱۲۵۴ځوانان شهیدان شول نو دا ځل دی کابل ته خدای خیر کوی که دیما منئ نو د اسلامی ثقافت مرکز نه بیخی ور تیر شیئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...