یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهذبیح الله مجددي د ط-انو او مخالفانو منځګړيتوب ته چمتووالی ښودلی

ذبیح الله مجددي د ط-انو او مخالفانو منځګړيتوب ته چمتووالی ښودلی

تاند:(يکشنبه، د عقرب دوه ویشتمه)‏‌ د ملي نجات جبهې ګوند مشر ذبیح الله مجددي د افغانستان د اصلاحي او مشورتي شورا په نوم د يوه نوي سياسي او ټولنيز جوړښت د رامنځته کیدو اعلان وکړ.

د دغې شورا په يوه اعلاميه کې راغلي:« شورا د افغانستان له دننه او له بیرون څخه یو شمېر اکادمیکو ،علمي او مسلکي کدرونو، سیاسي، ملي، جهادي ، روحاني او ټولنیزو شخصیتونو، سیاسي او ملي مذهبی ګوندونو، د هېواد د ورونو قومونو استازیو او د مدني ټولنې استازیو لخوا د افغانستان د روان سیاسي ، اقتصادي او ملي کړکیچ د حل او له دغې بحران څخه د هېواد د اېستلو او ژغورلو په موخه سوچه بین الافغاني سیاسی حل او ملی مصالحې ته د رسېدو سولییز بهیر پیل کړ.»

سرچينه زياتوي:«دغه شورا د افغانستان داسلامی امارت او د هغوی د مخالفینو ترمنځ د منځګړيتوب په اړه د اغېزمن او پرخلوصه نقش ترسره کول او د هېواد دپرمختګ په موخه مسلکي او فني همکاریو محوریت ایجادول خپل لومړیتوب بولي.»

یادې شورا په خپله لومړۍ اعلامیه کې له مشخصې يادونې پرته ویلي، چې د طالبانو د مثبتو کړنو ستاینه کوي، خو د نجونو د ښوونځيو د تړلو په ګډون یې پر ځینو اقداماتو ملاحظې لري.

د طالبانو د سیاسي او وسله والو مخالفانو په ګډون ډېرو ملي او نړیوالو ادرسونو له طالبانو غوښتي، چې خپلو مخالفانو او ملت سره خبرو او سولې ته کیني، خو طالبان ټینګار کوي چې حکومت یې ټول شموله او د ټول ملت استازی دی او مخالفان یې د بهرنیانو د څو پيسو لپاره مخالفت ورسره کوي.

طالبانو د ذبيح الله مجددي په مشرۍ اعلان شوې شورا او غوښتنو ته ېې غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب