چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهملا حنفي د کانکور ازموینې ۱۰ غوره ګډونوال وستایل

ملا حنفي د کانکور ازموینې ۱۰ غوره ګډونوال وستایل

تاند:(يکشنبه ،د عقرب دوه ویشتمه)‏‌ ‏د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموینې لس غوره ګډونوال وستایل.

 حنفي د کانکور ګډونوالو، د هغوی کورنیو، استادانو او د ازموینو ملي ادارې ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل:«تاسو د ملت ویاړ او د افغانستان د راتلونکې جوړونکي یاست او اسلامي امارت د مسوول حکومت په توګه هڅه کوي ځوانانو ته د زده کړو او کار زمینه برابره کړي.»

 هغه زیاته کړه: هڅه کوو د هیواد ځوانان مو له ورځني علم او ټکنالوژۍ څخه برخمن شي، ترڅو د کانونو استخراج، اوبو مدیریت او پیاوړي اقتصاد رامنځته کولو له لارې د هیواد ابادۍ کې خپل رول ولوبوي.

‏د ریاست الوزرا اداري مرستیال سږ کال په شفاف ډول د کانکور ازموینې ترسره کېدو ته په اشارې وویل، د فساد مخنیوی د دې لامل شو چې حق حقدار ته ورسېږي، اوس خوندي شرایط برابر شوي او تاسو نړۍ ته ثابته کړئ چې افغان ځوانان کولای شي خپل هیواد پخپله جوړ کړي.

‏د ازموینو ملي ادارې مخکیني سرپرست عبدالقدیر خموش ټولو ګډونوالو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، ستاسو اصلي مسوولیت تر دې وروسته پیلېږي او د خپلو استادانو درسپارل شوی امانت به راتلونکي نسل ته انتقالوئ.

دغه راز، د کاج ښوونیز مرکز مسوول مختار مدبر د دې ستاینغونډې جوړولو له امله مننه او د ښوونیزو مرکزونو امنیت ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

‏د ١٤٠١ کال د کانکور ازموینې عمومي اولنمره سلیمان د ازموینو ملي اداره وستایله چې په یوه میاشت کې یې په شفاف ډول د دې ازموینې ترسره کولو لپاره هلې ځلې وکړې او زیاته یې کړه، دا غونډه د دې ښودنه کوي چې د طالبانو اسلامي امارت پر ځوانانو باور لري او موږ د خپل نظام ترڅنګ ولاړ یوو.

‏د غونډې په پای کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د اړوندو ادارو مسوولینو له لوري، د ۱۴۰۱ کال د کانکور لسو غوره ګډونوالو ته ستاینلیکونه او ګلونه ډالۍ شول.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي ازموینو ملي ادارې د چارو ستاینه په داسې حال کې شوې، چې همدا پرون د طالبانو امیرالمؤمنین ملا هبت الله اخندزاده ته په یوه منسوب فرمان کې د پوهاند عبدالقدیر خموش پر ځای د طالبانو يو جنجالي ملا عبدالباقي حقاني د یادې ادارې لوی رییس ټاکل شوی.

په دې اړه نور دلته ولولئ:

د یوه پوهاند پر ځای ملا عبدالباقي حقاني د ازموینو ملي ادارې مشر ټاکل شوی

2 COMMENTS

  1. پرته له خپل کمینټ ليکلو (او پوسټ کولو) موږ مخکې ليکل شوي کمېنټونه ولې نه شو کتلی؟

  2. د کانکور د اداری نه یو متخصص پوهاند لیری کول دا ملی خیانت او کار د اهل نه نآ اهل سړی ته سپارل ،مشروعیت نلری ،او په معصیت کی اطاعت هم نشته۰
    کاشکی دا د پوهنتون او پوهاند دښمن ،دغه کانکور کی ناست وی ،که په اولو لسو کی نه ،بلکی د اولو سلو په اخر کی هم راغلی وی،بیا مو هم درسره منله ،چې؛ خیر دی ملا ته دا هم ډیره ده ، خو پدی
    پوه شی،لکه چې؛تحصیلات عالی یی ولړل، کانکور به دهغی نه هم مردار کړی ،کاشکی ملا صاحب دی نازولی ته بله تحفه ورکړی وی۰
    نسازد علم بی اخلاق ،فخر مرد را ظاهر
    ګر به ظاهر درس دهد صد فخر رازی را

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب