یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+په دې ورځ د مصر پاچا د جمال ناصر له خوا لېري...

په دې ورځ د مصر پاچا د جمال ناصر له خوا لېري شو

تاند- درې شپېته کاله پخوا د ۱۹۵۲ م کال د جولای د دوه ویشت په شپه او د ۲۳ په ورځ یو شر مصري ملتپالو پوځیانو، چې ځانونه یې (ازاد افسران) بلل، د مصر د پاچا لومړي ملک فاروق پر ضد کودتا وکړه او واک یې په لاس کې واخیست.

لومړی ملک فاروق د ۱۹۳۶ م کال د  د میاشتې په شپږمه د پلار پر ځای د واک پر ګدۍ کښېنستی و.

ده د خپلې پاچهۍ په دوره کې انګرېزانو ته ډېر امتیازونه ورکړل او عملاً یې مصر د بریتانیا پر مستعمرې بدل کړی و.

لومړي ملک فاروق په ۱۹۵۱ م کال د سویس کانال تر ۱۹۵۶ پوري برتانیا ته وسپاره. مصریان چې هسي هم د خپل هیواد په چارو کې د انګرېزانو له مداخلې په تنګ ول، دې کار لا وپارول.

ډګروال جمال عبدالناصر له کودتا وروسته واک ۴۱ کلن جنرال نجیب ته وسپاره چې هم د رتبې او هم عمر له پلوه تر ده مشر و

په دې موده کې دوو لویو ډلو د حکومت پرضد فعالیت کاوه. یوه داخوان المسلمین ډله وه او بله د ازادو افسرانو ډله چې ۳۳ کلن ډګروال جمال عبدالناصر جوړه کړې وه. ناصر د اسراییلو پرخلاف د جګړې اتل هم و.

د جولای په دوه ویشتمه شپه او د د درویشت په ورځ د جمال عبدالناصر په مشرۍ ازادو افسرانو کودتا وکړه او د لومړي فاروق شاهي حکومت یې وپرزاوه.

ملک فاروق اروپا ته جلاوطنه شو. له کودتا وروسته ناصر د حکومت د مشرۍ چارې جنرال محمد نجیب ته وسپارلې.

د ۱۹۵۳ میلادي کال د جون په اتلسمه په مصر کې جمهوري حکومت اعلان شو. جنرال نجیب د دواوود خان په شان ځان ولسمشر او صدراعظم ونوماوه.

د ۱۹۵۴ کال د نومبر په څوارلسمه جنرال نجیب له واکه لېري شو او عبدالناصر یې ځای ونیوه.

ناصر بریتانیایان له مصري وایستل، سویس کانال یې ملي اعلان کړ او انګرېزان او فرانسویان یې چلینج کړل.

1 COMMENT

  1. سلامونه
    د جمال عبدالناصر اروا ښاده او ویاړلی نوم ېې تلپاتې دی.
    شهید م.مُرسي هم تقریباََ د ده بډه سړی و او غوښتل ېې لکه صلاح دین ایوبي بیت المقدس او فلسطین ته نجات ورکړي او مسلمانان وروڼه!! د صهیونیستانو او کمک کوونکو کافرانو له سیاءتو وژغوري خو افسوس ،لکه څنګه چې ناصر ته یی خپل معاون (انور سادات) ولمساوه ؛ مرسی ته یی سیسي !! او څونه بیګناه مسلمانان یی شهیدان کړل!؟؟.
    ولا تقولوا لمن یقتل فی سبیل الله اموات … الآیه /س.بقره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب