پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+ترهګري او انقلاب | ژباړه: رحمت شاه فراز

ترهګري او انقلاب | ژباړه: رحمت شاه فراز

کتاب: نړیواله ترهګري

لیکوال: هېري هنډرسن

ژباړه: رحمت شاه فراز

دریمه برخه

ترهګري او انقلاب

ترهګر او انقلابیان دواړه د راډیکال سیاسي بدلون په لټه کې وي. یو شمېر انقلابیان په لویه کچه هغه دولت چې هڅه کوي ويې پرزوي، یا د یوه دولت بنسټونه او نظامي ځواکونه په نښه کوي، خو نور بیا په خپلو کړنو کې دغه ډول توپیري چلند نه پالي. (سره له دې چې د امریکا انقلاب د سرو چپنو او شنو چپنو ترمنځ یوه پرحق جګړه ګڼل کېږي، خو په یاد انقلاب کې هم د هغو بریتانوي استعمارګرو پر خلاف د پاموړ ترهګري ترسره شوه، چې د دغه پاڅون او د بریتانوي ځواکونو له لوري د جزايي یرغلونو ملاتړ يې کاوه.)

 په دې سربېره، د انقلاب هغه عقاید چې له مارکسیزم-لیننیزم څخه سرچینه اخلي، ترهې او وېرې ته د انقلابي بهیر د یوې اساسي برخې په سترګه ګوري. په دې هکله د لیون ټراڅکي خبرو ته تم کېږو:

«که په عموم کې وغږېږو، نو یوه بریالۍ جګړه د ځپل شوي پوځ یوه معمولي برخه له منځه وړي او په پاتې ځواکونو کې يې وېره خپروي او ارمانونه يې ور ځپي. انقلاب هم په همدې ډول عمل کوي: انقلاب افراد وژني، خو وېره په لسګونو او سلګونو انسانانو کې خپروي او په دغه زمینه کې (سره ترهګري) له هغه وسله وال بغاوت او پاڅون سره کوم توپیر نه لري، چې سره ترهګري يې یو مستقیم تداوم دی.»

بل خوا، د ترهګرۍ او انقلاب ترمنځ یو شمېر فرقونه هم کولی شو. انقلاب په عموم کې په یوه داسې فعالیت دلالت کوي، چې په ځانګړو موخو متمرکز وي، د ملاتړ بنسټ يې خورا پراخه وي او هڅې يې د ترهګرۍ په پرتله ډېرې سیستماتیکي وي. په دې معنا چې انقلاب (چې له کودتا سره توپیر لري) د ملاتړ په بنسټ او د پخواني دولت په ځای د یوه نوي دولت د تأسیس په وړتیا دلالت کوي. مګر د ترهګرۍ ابتدايي هڅې شاید وکولی شي چې د انقلاب شرایط ایجاد کړي (چې د اکثریت ترهګرو هیله هم همدا وي) او یا ممکن یو انقلاب یا په غیرارادي بڼه او یا د پالیسي له مخې له ترهګریزو عملونو سره په اوږه په اوږه مخته لاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب