Home+جاپاني ساینسپوهانو ویروس وژونکی ګروپ جوړ کړ

جاپاني ساینسپوهانو ویروس وژونکی ګروپ جوړ کړ

تاند- جاپاني ساینسپوهانو داسې ګروپ یا څراغ جوړ کړی چې باکتریاوې او ویروسونه په داسې ډول وژني چې انسان ته هیڅ زیان نه پېښوي.

د جاپان د ریکن څېړنیز انستیتیوت فزیکپوهان وايي چې دا ایل اي ډي (LED) ګروپ د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو له خلکو سره مرسته کولی شي چې په خونو کې د ناروغیو زېږوونکي ویروسونه او باکټریاوې ووژني او له ساري ناروغیو خوندي شي.

دوی وايي، دا میکروب وژونکي ایل اي ډي ګروپونه د ویروسونو او باکتریاوو په له منځه وړلو کې ډېر اغېزمن دي او په ځانګړي ډول د روغتونونو د میکروبي ضد کولو لپاره ډیر ګټور دي.

دا ایل اي ډي ګروپ پروفیسر (ماسافومي یو) او ملګرو یې ډیزاین کړی دی.

د دغه ګروپ بله ښه ځانګړنه دا ده چې ایل اي دي دی چې کم مصرف لري.

په نړۍ کې د کورونا وبا له خپرېدو وروسته دا ډول اختراعاتو ته د ساینسپوهانو او څېړونکو پام زیات شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...