Home+چینايي کمپنۍ خپل هوايي ټکسي په اماراتو کې وازمایه

چینايي کمپنۍ خپل هوايي ټکسي په اماراتو کې وازمایه

تاند-  پینګ (Peng) کمپنۍ، چې مرکز یې د چین د جنوب په ګوانګجو کې دی، خپل لومړنی هوايي ټکسي په دوبۍ کې وازمایه.

دا الوتونکی ټکسي، چې ایکس پینګ ایکس ۲ (XPeng X2) نومېږي، د دوشنبې په ورځ په داسې حال کې وازمویل شو چې څوک پکې سپاره نه و، خو پینګ شرکت وايي چې د ۲۰۲۱ په جولای کې یې دا ټکسي په داسې حال کې ازمېښت کړی و چې سپرلۍ پکې وې.

په نړۍ کې لسګونو کمپنیو هوايي ټکسیان ازمویلي او ګڼو نورو خپل کار لا دې پړاوته نه دی رسولی. که څه هم لا ډیر وخت پکار دی چې دا ډول ټکسیان د ښارونو اسمانونه ونیسي خو څوک په دې کې شک نه کوي چې راتلونکې د هوايي موټرو ده.

د امریکا په ځینو ایالتونو کې حتي د هوايي موټر او ټکسیانو لپاره قوانین جوړ شوي دي.

د پینګ کمپنۍ هوايي موټر، چې د دوو سپرلیو لپاره دی، ډیر تر ډیره سرعت یې په ساعت کې ۱۳۰ کیلومتره دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پوهنې اتل او غوره مدیر | حبیب وقار

نومیالی هغه دی چې په بهرنیو ماڼیو کې د اوسېدو پر ځای د خپل کور او کلي د خټینو کورونو پر ماڼۍ کولو فکر...