کتاب: د ماشوم ارواپوهنه
د ماشوم د دغه بد عادت د له منځه وړلو په وخت کې هم باید له ډېر زیات زغم نه کار واخیستل شي. د بد رد او په تریو تندي د زشتو خبرو په ځای پکار ده چې ګوته يې ورو له خولې را وایستل شي. بلکې ښه به وي چې ماشوم ته په لاس کې یو سپک او ښکلی لوبتوکی ورکول شي چې تر ډېره وخته يې په لاس کې ونیسي.