دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپه ابوظهبي کې منتظرو افغان پناه غوښتونکو مظاهره وکړه

په ابوظهبي کې منتظرو افغان پناه غوښتونکو مظاهره وکړه

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۰ مه) یو شمېر افغان پناه غوښتونکو، چې د امریکا په انتظار د ابوظهبي په یوه کمپ کې دیره دي، مظاهره وکړه.

دوی، چې له یو کال راهیسې په ابوظهبي کې د امریکا په انتظار شپې سبا کوي، د خپل نامعلوم راتلونکي د معلومېدو غوښتنه کوي.

د دغو افغانانو شمېر شاوخوا ۲ زرو ته رسیږي او وايي چې تر هغو به مظاهرو ته دوام ورکړي چې له ژمنې سره سم امریکا ته لېږدول شوي نه وي.

راپورونه وايي چې ځینو لوږتړ کړی دی.

ځینې پناه غوښتونکي افغانان وايي چې له کمپه د وتلو اجازه نه ورکول کېږي او په کمپ کې، چې موقتي هستوګنځی دی، شرایط د زندان په شان دي.

اعتراض کوونکي افغان پناه غوښتونکي وايي چې یوازې یوه غوښتنه لري او هغه دا ده چې نور دې د دوی برخلیک معلوم شي.

دوی تر دې وړاندې په فبرورۍ میاشت کې هم اعتراضونه کړي وو او له دې کبله د امریکا د باندنیوچارو وزارت یو چارواکی یې لیدو ته ورغی او ډاډ یې ورکړ چې متحدو ایالتونو ته د دوی د لېږدولو پروسه روانه ده او ښايي د اګست تر میاشتې ټول ولېږدول شي.

د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵ وروسته امریکا شاوخوا ۸۰ زره افغانان خپل هیواد ته لېږدولي دي خو امریکايي چارواکي وايي، د هغوی په منځ کې ځینې داسې کسان هم شامل دي چې د انتقال په شرایطو برابر نه و یعني نه یې له بهرنیانو سره کار کړی او نه له کوم ګواښ سره مخامخ و. له دې وروسته امریکايي چارواکو پرېکړه وکړه چې د افغانانو تر لېږدولو وړاندې به لومړی د هغوی په اړه بشپړه پلټنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب