جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+محمد عثمان نژند؛ د کوچنیانو د ادبیاتو یو وتلی استازی

محمد عثمان نژند؛ د کوچنیانو د ادبیاتو یو وتلی استازی

پوهندوی آصف بهاند

محمد عثمان نژند د افغانستان په معاصرو ادبیاتو کې ځانته ځانگړی دریځ او جلا سبک لري، د ده د تخلیقي کارونو ډېره برخه د کوچنیانو ته ځانگړې شوې ده. ده لومړنۍ، منځنۍ او د لیسې دورې زدکړې ښايي په عادي ډول خلاصې کړې وي، خو لوړې زدکړې یې د لیسانس تر کچې له ستونزو سره ځکه مل وې چې هم په معارف وزارت کې مامور و او هم یې لوړو زدکړو ته اوږه ورکړې وه؛ خو په پای کې ځان د شاعرۍ او لیکوالۍ حلقه کې ورگډ کړ او داسې وخت هم راورسېد چې داسې رندانه بیتونه یې هم تخلیق کړل:

ســاقــي لــه بــېــگــانــي خُــم نـه دې بـیـا ډکه پـیاله را

مـسـتـي او خــــوشــالــي را، هـــم د مــیــنـې ولوله را

د ژونــد سـاړه نــغـــري کـې د مــیــنــې تـاو پـیـدا کړه

جــنــون د مــحــبـت کــې د کــیــفــونـــو غــلــبــلــه را

خُـمـار نـه پـه عـذاب یـم، لـوی جهان راباندې تـنگ شو

پـــه جــام مې کـار نـه کــېــږي، د خُـمـونــو سلسلـه را

د دې مقالې د لیکلو له پاره مې د نژند صاحب د بشپـړي بیوگرافۍ د پیدا کولو له پاره ډېرې هلې ځلې وکړې، خو څه مې ترلاسه نه کړل. ویکیپیدیا ته ورغلم، هلته د نژند صاحب نوم شته، خو نور هېڅ شی نه شته یوازې د کار دا څو توري هلته ترلاسه کېدای شي:

«اروښاد محمد عثمان نژند د پښتو ژبې شاعر، ليکوال او د درسي کتابونو ليکوال و. نوموړی د ننگرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی وو.»

کله چې په ۱۳۶۳ هـ ل کال کې د افغناستان د لیکوالو ټولنې «د وړکتوب دنیاگۍ ته» ترسرلیک لاندې د ماشومانوله پاره د نژند صاحب د شعرونو لومړنۍ ټولگه چاپ کړه، د هغې ټولگې په وروستۍ پشتۍ کې یې د نژند صاحب پېژندنه داسې خپره کړې وه:

د بېنوا صاحب اوسني لیکوال مې پسې ولټول، څه مې ترلاسه نه کړل، بیا د ښاغلي ټکور «دا لیکوال او دا څېرې» تذکره را په یاد شو، ټکور صاحب راته وویل چې هلته یې ما ډېره لنډه بیوگرافي او د کلام څو بېلگې خوندي کړې دي. ټکور صاحب د دایمي فرهنگي مهربانۍ له مخې د نژند صاحب د بیوگرافۍ عکسونه راته واولېـږل. زه د ده د دایمي مرستو نه یو ځل بیا مننه کوم.

ټکور صاحب په «دا لیکوال او دا څېرې» کې د نژند صاحب دا لنډه بیوگرافي رااخیستې ده:

«محمد عثمان نژند د سیدفقیر زوی، په ۱۳۰۹ هـ ش کال د ننگرهار ولایت د سره رود په ولسوالۍ کې زېـږېدلی دی. لومړنۍ زدکړې یې تر اووم ټولگي پورې د سلطانپور په ښوونځي کې پایته رسولې دي.

په ۱۳۲۷ کال کې د کابل دارالمعلمین د دولسم ټولگي نه فارغ شو. وروسته د فراغت نه یې د ښوونې او روزنې د وزارت په بېلابېلو تعلمي مؤسسو کې دنده اجرا کړې ده. د خپل ماموریت په موده کې یې د «اِنسرویس» د کورسونو له لارې شپاړسم ټولگی د پښتو او انگلیسي د ژبو او ادبیاتو په څانگه کې هم لوستی دی.

په ۱۳۶۳ کال کې یې تقاعد کړی دی او اوس د ثور انقلاب حقیقت په ورځپاڼه کار کوي. له ډېرې مودې راهیسې شعر وایي، اکثره شعرونه یې د ماشومانو له پاره تربیتي بڼه لري.

نژند د خپل ادبي دوران په دغه موده کې دغه علمي کارونه کړي دي:

ــ تنکۍ هیلې: دا د نژند د تربیتي شعرونو مجموعه ده چې د غلام محمد روغمن په ملگرتیا یې تیاره کړې او چاپ شوې ده.

ــ د وړکتوب دنیاگۍ ته: دا هم د نژند د شعرونو مجموعه ده چې د لیکوالو د اتحادیې د ماشوم د ادبیاتو د څانگې له خوا د ماشومانو له پاره چاپ شوې ده.»

(ټکور افضل، دا لیکوال او دا څېرې، لومړی ټوک، د چاپ او خپرونو دولتي کمیټه، ۱۳۶۶ کال، ۴۰۸ ــ۴۱۱ مخونه)

ما هڅه کوله چې د نژند صاحب یوه نسبتاً بشپـړه داسې بیوگرافي پیدا کړم چې یو خوا د ده د کړو خدمتونو حق ادا شي او له بلې خوا د نژند صاحب د ژوند پېښو یو روڼ انځور درنو لوستونکو ته وړاندې شي؛ د همدې هلو ځلو په ترڅ کې مې د نوې تکنالوژۍ پر مټ د نژند صاحب دوست او د معارف وزارت د تعلیمي نصاب همکار ښاغلی سرمؤلف سهراب دیدار پیدا کړ.

ښاغلي دیدار سره مې په مسنجر کې تر یو څه چتنگ وروسته تلیفوني خبرې وکړې. ده راته داسې زیری راکړ چې سترگې مې پرې روښانه شولې. دیدار صاحب «د هېواد د تعليمي نصاب مولفين د تاريخ په اوږدو کې» په نامه څو ټوکه کتابونه لیکلي دي چې ډېر ژر به چاپ شي.

په دې غنمیت اثر کې د معارف د نورو خدمتگارانو د ژوند د حالاتو تر څنگ، د ښاغلي نژند بشپـړ ژوند لیک د یاد کتاب په دویم ټوک کې راغلې ده. دیدار صاحب د فرهنگي لورینې له مخې د خپل ناچاپ اثر له موادو څخه د نژند صاحب بیوگرافي او یو عکس ما ته راولېـږل. زه له سهراب دیدار نه د ډېـرې مننې په څرگندولو سره د نژند صاحب دا بیوگرافي له درنو لوستونکو سره شریکوم:

«لنډه پېژندنه:

ارواښاد محمد عثمان نژند د قاضي سيد فقير زوی د ننګرهارد سره رود ولسوالۍ په يوه روشنفکره او دينداره کورنۍ کې په ۱۳۰۹کال کې زېـږېدلی دی. د تعليمي نصاب علمي او مسلکي غړی و. ډېرکلونه له ما (سهراب دیدار) سره په يوه څانګه کې همکار و.

زده کړې:

 تراووم ټولګي پورې يې د ننګرهار د سلطانپور په ښوونځي کې زده کړې سرته رسولې دي. په ۱۳۲۷کال کې د کابل دارالمعلمين له ۱۲ټولګي څخه فارغ شوی دی. د خپل ماموریت په  دوره کې یې د اِن سروس له لارې له دارالمعلمين څخه د ۱۴ټولګي د فراعت سند په پښتو اودري ژبه کې اخیستی دی.

دندې:

ارواښاد  نژند  په ۱۳۴۰کال کې د کابل په دارالمعلمين کې خپل لومړی ماموريت پيل کړ.

ــ له هغه وروسته دکابل د ابن سيناپه لیسه کې تدریسي مرستيال،

ــ بیا وروسته په بلخ ولایت کې د معارف ریاست تدریسي مرستیال،

په ۱۳۵۴کال کې د معارف وزارت د تاليف او ترجمې ریاست په پښتو څانګه کې علمي او مسلکي غړی،

ــ له ۱۳۶۳کال څخه تر ۱۳۶۹کال پورې د ثور انقلاب حقيقت ورځپاڼې په پښتو څانګه کې له دري څخه پښتو ژبې ته د ژباړونکي په توګه خدمتي،

ــ په ۱۳۶۹کال کې د معارف وزارت د نصاب ریاست پښتو څانګه کې بیا علمي او مسلکي غړی،

ــ په ۱۳۷۳کال کې د کابل د جګړو له امله لومړی جلال اباد او وروسته پيښور ته مهاجر شو. په پيښور کې په خپل کور کې د خپلو شعرونو او ادبي کارونو په کولو کله ـ کله بو خت و او کله به يې د افغانانو په ادبي غونډو کې هم ګډون کاوه.

د عمر په وروستی وخت کې ورته د زړه ناروغي پيدا شوه. په ۱۳۷۹کال کې د ۷۰کلونو په عمر د زړه د ناروغی له امله په حق ورسيد. د هغه جنازه له پيښور څخه ننګرهار ولايت ته راوړل شوه. بیا د ننګرهار ولایت په کان او کترغي کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو. د ده د جنازې په مراسمو کې د کورنۍ غړو، خپلوانو او د ننګرهار ولايت شاعرانو او لیکوالو ګډون کړی وو. د ده د جنازې په مراسمو کې د تعليمي نصاب متقاعد علمي او مسلکي غړي غلام حضرت روغمن د استاد نژند په ژوند او ادبي کارونو، شعر او شاعري هم حاضرینو ته رڼا واچوله.

سفرونه:

 ارواښاد نژند د خپل خدمت په دوره کې هندوستان، سريلانکا، تاجکستان، انگلستان، امريکا، جاپان، تاجکستان، فرانسې، جرمني، مانیلا، فليپین، پاکستان، ايران او دغه راز د هېواد په دننه کې ټولو ولايتونو ته رسمي سفرونه کړي دي.

درسي کتابونه:

۱ ــ د پښتو ژبو زده کوونکو د ۳ ټولګي لپاره  درسي کتاب، د ۱۳۶۱کال چاپ،

۲ ــ د پښتو ژبو زده کوونکو د ۵ ټولګي لپاره درسي کتاب، د ۱۳۶۰کال چاپ،

۳ ــ د پښتو ژبو زده کوونکو د ۵ ټولګي لپاره درسي کتاب (د هیواد ادبیات)، په ګروپي ډول د ۱۳۵۸کال چاپ. د ګروپ غړي: محمدعثمان نژند، پيرمحمد وردک، شاه علي پیوندي او محمد نادرمشواڼې.

 غير درسي کتابونه:

۱ ــ د ماشومتوب دنيا گۍ ته، په انفرادي ډول،

۲ ــ د زده کړې اساسات، د ۱۳۶۰کال چاپ،

۳ ــ د لمر ترانې، په ګروپي ډول له غلام حضرت روغمن سره  په شريکه،

۴ ــ  په پښتو ژبه ۶  ټوکه الفبا په ګروپي ډول، په ګروپ کې ورسره غړی: غلام سرور شريفي،

۵ ــ تنکۍ هيلې، د ۱۳۶۱کال چاپ.

 ناچاپ اثار:

۱ ــ فرهنګي نادودې ( د شعرونو ټولګه)،

۲ ــ د ماشومانو روزنه.

د نژند شعرونه او مقالې په عرفان، ژوندون مجلو کې او دغه راز په پيښور کې د(هیلې) په مجله کې خپرې شوي دي.»

(د هېواد د تعليمي نصاب مولفين د تاريخ په اوږدو کې، دویم ټوک. لیکوال: سرمؤلف سهراب دیدار)

ســاقــي

ســاقــي لــه بــېــگــانــي خُــم نـه دې بـیـا ډکه پـیاله را

مـسـتـي او خــــوشــالــي را، هـــم د مــیــنـې ولوله را

د ژونــد سـاړه نـغــري کـې، د مــیــنـې تـاو پـیـدا کړه

جــنــون د مــحــبـت کــې د کــیــفــونـو غــلــبــلــه را

خُمار نـه پـه عـذاب یـم، لـوی جهان راباندې تـنگ شو

پـه جــام مې کـار نـه کــېــږي، د خُـمـونــو سلسلـه را

دا کار په مـیـوو کـېـږي، پـېـرزویـنـې نــه دې جار شم

خودي نه مې پرې خلاص کړه، د عشق نوې مرحله را

بـیا کـېنه راته څنگ کې، چې مې زړه درسره تش کړم

د زلــفــو لــه سـنـبـل نــــه دې، د عــطـــرو قـــافـله را

د شونـډو پــه تــودوخـه دې، د زړه ټــپ راټـکـور کړه

د مــخ پــــه پــلــوشــــو دې، د غـــــزل مُغــازلــــه را

د وصـل قــوت را چـې، د بــیــلــتـون خـونـه تالا کړم

د حُـسـن پــــــه لــښــکــــرو، د غــــمـــــاز مـُـقابله را

نـــژنــــد لـــــه رســـوايـي او مـــلامـتـې نـه وېـرېـږي

جـانــانــه پــه وصـال کـې دې، د مــیــنــې حوصله را

کله چې په شپېتمه هـ ل لسیزه کې ما خپل یو کتاب (د کوچنیانو ادبیات) ولیکه، هلته مې د هغو ښاغلو قلموالو په باب څېـړنه وکړه چې د کوچنیانو ادب ته یې په شعوري ډول پاملرنه او کار کړی و. هلته مې د بېلگې په ډول د څو تنو وتلو قلموالو یادونه کړې وه چې د کوچنیانو د ادب لپاره یې په عملي ډول کار کړی، شعرونه او کیسې یې خپـرې شوې وې. د دغو قلموالو په ډله کې یو هم محمدعثمان نژند و. پنځه دېرش کاله مخکې ما د ده په باب داسې لیکلي وو:

«… کله چې د ښوونځي د لومړیو، دویمو، دریمو، څلورمو، پنځمو او… ټولگیو د لوست کتابونه سره واړوو او یا هم د کوچنیانو له پاره د ده (نژند صاحب) جلا شعري مجموعې وگورو، نو د کوچنیانو له پاره د ده د لیکل شوو اثارو سره مخ کېـږو. د ښاغلي نژند دغه اثار کوچنیانو ته پوهه ورکوي، کار ورزده کوي، ملي احساسات په کې پیدا کوي، لوست ته یې هڅوي او په پای کې یې د ټولنیز ژوند په بېلابېلو برخو کې د ډول، ډول فعالیتونو له پاره چمتو کوي. د ساري په توگه دی په لاندې ترانه کې د کوچنیانو له پاره دا مطلب چې ژوند په کار جوړېـږي، هر څه د کارگر او بزگر د لاس ثمر دی:

ای بزگره

گــرانــه بــزگـره، تـکـړه کــارگـره

زیـارکـښـه وروره، د زړگـي سـره

شیـن گـلستـان دې، د لاس ثـمـر دی

پـر بـاغ او بـڼ دې، ښکاره اثر دی

تـــه راتــیــاره پـسـتـه ډوډۍ کـړې

لـه خـونــده ډکـه، هـره مـړۍ کړې

غـنـم که وریـجې، که مو جوار دي

خـواږه انـگـور دي، یا کـه انار دي

راز ـ راز مېوې دی یا که غلې دي

کـه خـټـکـي دي، کـه هـنـدواڼې دي

ستـا پــه خـولـو ده نــړۍ سـمسوره

ټـــول ودانــېــږي دا سـتــا لـه لوره

د قــدر وړ یــې ډیـــر مــهــربــانـه

پـر نـژنـد گـرانـه، پـر نـژنـد گرانه

دغه راز د ده په ځینو نورو شعرونو کې هم د عیني ژوندانه اړینو شیانو ته پام شوی دی لکه د نوی نسل روزنه. په لاندې ترانه کې د ښه زدکونکي صفات او زدکونکی دې ته هڅوي چې د ښه زده کونکي او ښه کوچني ډېر ښه صفات زدکړي، وگورئ:

ښه شاگرد پوه او هوښیار وی

خـواریکـښه پـه خپـل کار وي

ښوونـځـي تـه ځـي پــه مـیـنـه

پــه درسـونــو کـې بـېدار وي

خـپـلـو ملگـرو سـره ښه کړي

لــه بـــدیــو نـــه بــېــزار وي

مـعـلـمـان ورنــه راضـي وي

نـیک عمله، نیک کـردار وي

پـلار او مــور تـه اطـاعت کا

لــه فــامـیـل نـه خـبـردار وي

کــورنـۍ پـــه اقــتــصــاد کې

کـلـک مـلاتـړ او مددگار وي

د مـشــرانــــو درنــــاوی کـا

د لـــویـــانـــو خــدمتگار وي

هــــم پـــه کـلـي او مـحل کې

تـل د ښـو خـلکـو همکار وي

د نـــــژنـــــد زړه تـه مـنـلی

هر هـغـه چې دا یې لار وي

ښاغلی محمد عثمان نژند د ښوونځیو په درسي کتابونو کې ډېرې داسې ترانې لري چې د کوچنیانو په ښوونه او روزنه کې ډېرې گټورې دي. د کوچنیانو د ادب په برخه کې د ده دغه ډول هڅې ډېرې د قدر وړ دي…»

(بهاند آصف، د کوچنیانو ادبیات، د چاپ او خپرونو دولتي کومیټه، دولتي چاپخونه، ۱۳۶۶ هـ ل کال، ۱۲۹ ــ ۱۳۱ مخونه)

محمد عثمان نژند، د افغانستان په خلکو او په تېـره نویو نسلونو باندې یو حقداره فرهنگي شخصیت دی، تراوسه پورې څومره چې د نژند صاحب حق دی، هغه نه دی ادا شوی، دی د درناوي وړ شخصیت دی او د افغانستان د معارف له پاره یې تر خپله وسه ډېر څه کړي دی چې باید یادونه او قدردانی یې وشي.

د ۲۰۲۲ ام کال د جولای پنځمه

هیدرسلیف

ډنمارک

1 COMMENT

  1. بیا مې زاړه یادونه زړوي ، نژند صیب زما د پښتو استاد وو الله د وبخشي ، يو ډير حق پالونکی زحمت اېستونکی استاد وو ، مرګ حق ده خو ژما سترګې یې راسرې کړې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب