استاد پسرلی وايي:
لوی خلک پسرليه وي د لمر په څېر
نـه يې وي تړلی چا ته ور د زړه
له لويو خلکو مراد د خلکو معنوي لويوالی دی، نه جسمي غټوالی.
په جسم ډېر غټ خلک دننه ډېر واړه، له معنويته خالي او ډېر جګ خلک په معنوي لحاظ ډېر ټيټ دي.
په معنويت کي ډېري مثبتي ځانګړتياوي راغونډي وي.
که وګورو، لمر هر سهار پر نېستمن او شتمن يو ډول راخېژي.
ټولو ته يو ډول رڼا او ځلا ورکوي.
د هر چا کور ئې روښانه کړی دی.
دوست او دښمن نه پېژني.
د سپين او تور فرق نه کوي.
قوم، قبيله او جغرافيه ورته مهمه نه ده.
له ټولو سره يو ډول مخه ښه کوي او د غرونو شا ته پناه کېږي.
لوی خلک هم د کور، ټولني او وطن لمرونه دي، چي پر هر چا نظر لري.
ټولو ته په يوه سترګه ګوري.
له هر چا سره په ورين تندي او خندان مخ مخامخېږي.
د خپلو خلکو زخمونو ته ټکور او دردونو ته درمان وي.
لوی او له معنويته ډک خلک حوصله لري او له زغمه مالامال وي.
بښنه کوي او له چا غچ نه اخلي.
د چا توهين نه کوي.
بل ته بد نه غواړي.
د چا د بدو جواب په بدو نه ورکوي.
د هيچا ټيټوالی نشي زغملای.
پراخه سينه لري.
د دغسي لويو او بااحساسه خلکو په شتون د وګړو زړونه ډاډه او مخونه روښانه وي.
دغه خلک د ټولني او وطن روښانه او ځلانده لمرونه دي، چي د خپلو ځانونو د سوځېدو په بيه ئې وطن رڼا کړی دی.
دغسي معنوي لوی خلک او لمريني څېرې که نه وي، ټولني او وطنونه تياره وبولئ!