یکشنبه, دسمبر 1, 2024
Homeخبرونهد کډوالو لویه کمیشنري وايي، په اسلام اباد کې د افغانانو د...

د کډوالو لویه کمیشنري وايي، په اسلام اباد کې د افغانانو د اوسیدو پر بندیز له چارواکو سره خبرې کوي

تاند (چمعه، د لیندۍ/ قوس ۹ مه) د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمیشنري (UNHCR) وايي چې په اسلام‌آباد کې د افغانانو د اوسېدو په اړه د پاکستان د حکومت د احتمالي بندیز په اړه د رسنیو راپورونه تعقیبوي او د لا زیاتو جزییاتو د ترلاسه کولو لپاره د پاکستان له حکومت سره په اړیکه کې ده.

د کډوالو لویه کمیشنري زیاتوي چې له ۱۹۸۰ کال راهیسې یې د افغانانو او نورو کډوالو په ملاتړ او ساتنه کې د پاکستان د حکومت د مرستو ملاتړ کړی دی.

دې ادارې پرون (پنجشنبې) په خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې د پاکستان له حکومت او خلکو څخه د تېرو ۴۵ کلونو په اوږدو کې د افغانانو د مېلمه‌پالنې لپاره مننه کوي او هغه ستونزې درک کوي چې د پاکستان حکومت په ځانګړي ډول په امنیتي برخه کې ورسره مخامخ دی.

د ملګروملتو د کډوالو دا اداره زیاتوي چې کډوال، لکه د نورو خلکو په څېر، د پاکستان د قوانینو په مراعات کولو ژمن دي، او زیاتره افغان کډوال په پاکستان کې د قانون پابند دي. د دې ادارې په وینا، د هغوی وضعیت باید له انساني لیدلوري وکتل شي.

د کډوالو لویې کمیشنرۍ د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د کډوالو د امنیت په تامین کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، د چهارشنبې په ورځ وویل چې د روان کال د دسمبر له ۳۱ نېټې وروسته به افغانان په اسلام‌آباد کې د اوسېدو لپاره د پولیسو ځانګړې اجازې (این او سي) ته اړتیا ولري.

د اسلام‌آباد د پولیسو مشر، سید ناصر علي رضوي، د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې د تحریک انصاف ګوند د درې ورځنیو مظاهرو په ترڅ کې د شاوخوا ۱۰۰۰ نیول شویو کسانو په منځ کې ۵۶ تنه یې افغانان دي.

خو دا په داسي حال کې ده چې کتونکي وايي د پاکستان حکومت د دې لپاره چې د خپل ولس، په تېره بیا د پنجابیانو په منځ کې د تحریک انصاف شهرت ته زیان واړوي، ادعا کوي چې د تحریک انصاف د مظاهره چیانو یوه لویه برخه د افغانانو ده.

تر دې وړاندې هم د پاکستان حکومت ادعا کړې وه چې د تحریک انصاف د مظاهرو په ترڅ کې یې ګڼ افغانان نیولي دي خو جیو نیوز په یوه تحقیقي راپور کې وویل چې هیڅ پاکستانی چارواکی حاضر نه شو داسي شواهد وړاندې کړي چې وښيي افغانانو په مظاهرو کې ګډون درلود.

 د اکتوبر له ۷ څخه د نوومبر تر ۴ پورې، جیو نیوز د حقیقت موندنې لپاره د کورنیو چارو وزارت او د اسلام‌اباد د پولیسو له جګپوړو چارواکو څخه د دې ادعا د تصدیق لپاره شواهد غوښتي وو.

نور تفصیل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب