تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۹ مه) په یوه تازه تحلیلي راپور کې ویل شوي چې د جرمني اقتصاد د خپلې ټولنې د وکړو د عمر د زدېدو له منفي اغېزو سره د مقابلې لپاره هر کال سلګونه زره مهاجر کاري ځواک ته اړتیا لري.
دغه راپور، چې د برتلزمان خپلواک بنسټ روانه اوونۍ (د لیندۍ په شپږمه) خپور کړی، ټینګار کوي چې که جرمني د پام وړ شمېر مهاجر جذب نه کړي، د اروپا دا تر ټولو لوی اقتصاد به تر ۲۰۴۰ کال پورې ۱۰ سلنه کوچنی شي.
برتلزمان بنسټ اټکل کړی چې که ښځې او متقاعد کسان د کار په بازار کې ډېر فعال شي، نو جرمني به هر کال ۲۸۸ زره نوي مهاجر کاري ځواک ته اړتیا ولري چې د خپل اقتصاد د کوچني کېدو مخنیوی وکړي. که دغه شرایط پوره نه شي، نو جرمني به د خپل کاري ځواک د کمښت د مخنیوي لپاره هر کال ۳۶۸ زره نویو مهاجر ته اړتیا ولري.
په دې توګه، که نړیوال کارګر د جرمني د کار بازار ته داخل نه شي، د دې هیواد د کارګرانو شمېر به له اوسني ۴۶ میلیونه او ۴۰۰ زره کسانو څخه ۴۱ میلیونه او ۹۰۰ زره کسانو ته راکم شي.
سوزانه شولڅ، چې د برتلزمان بنسټ د مهاجرت کارپوهه ده، د هغه نسل په اړه چې د “بیبي بومر” (زوکړه۱۹۴۶ – ۱۹۶۴) په نوم یادیږي، اشاره وکړه او ویې ویل چې د دوی تقاعد د جرمني د کار ځواک د کمښت یو اساسي عامل دی. هغې ټینګار وکړ چې یوازې د داخلي کار ځواک پرمختګ به د ۲۰۴۰ کال لپاره د کار د راتلونکی تقاضا د پوره کولو لپاره کافي نه وي.
دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې جرمني د راتلونکو وارمخکې ټاکنو په درشل کې دی چې د ۲۰۲۵ په پیل کې به ترسره شي. په دغو انتخاباتو کې به اقتصادي رکود او مهاجرت د سیاسي بحثونو اساسي موضوعات وي.
په جرمني کې د کیڼ او ښي اړخو افراطي ګوندونو شهرت زیات شوی، چې د بهرنیانو لپاره د سختو محدودیتونو او د نویو مهاجرینو د منلو د کمولو غوښتنه کوي.
په ۲۰۲۳ کال کې، جرمني د خپل مهاجرت قوانین اصلاح کړل او د هغو ماهرو بهرنیو کارګرانو لپاره یې شرایط آسانه کړل چې غواړي په دې هېواد کې کار وکړي. په دې اصلاحاتو کې د وړ متخصصانو لپاره د “شین کارت” معرفي او د بهرنیو اسنادو د رسميت پېژندلو په برخه کې د بوروکراسي کمول. شامل و.
سره له دې، د جرمني صدراعظم ټینګار کړی چې لاهم ډېرې ستونزې شته چې باید له منځه یووړل شي ترڅو د مهاجرو جذبولو لپاره زمینه برابره شي.