سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهپوتین: په افغانستان کې وصعیت د ثبات په لور روان دی

پوتین: په افغانستان کې وصعیت د ثبات په لور روان دی

تاند (جمعه، د لیندۍ/ ثوس ۹ مه) د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې مسکو له طالبانو سره دوه اړخیزې اړیکې لري او په افغانستان کې له سخت وضعیت سره سره د دې اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کوي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، پوتین پرون (جمعه) د قزاقستان په آستانې کې د ډله ییز امنیتي تړون (CSTO) له غونډې وروسته وویل چې په افغانستان کې وضعیت “پیچلی” دی، خو د طالبانو تر مشرتابه لاندې د ثبات نښې لیدل کیږي.

ده وویل: “موږ نشو کولی له دې واقعیت څخه سترګې پټې کړو چې په دې هېواد کې وضعیت د ثبات پر لور روان دی. موږ د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره دوه اړخیزې اړیکې لرو او دا اړیکې به نورې هم پراختیا ومومي.”

پوتین د امنیتي ننګونو په اړه د ډله ییز امنیتي تړون سازمان غړو هېوادونو ته د پر له پسې ځیراوسیدو د اهمیت یادونه وکړه. هغه وویل: «په افغانستان کې وضعیت پیچلی دی، خو موږ هیله لرو چې له افغانستان سره قوي اړیکې جوړې کړو.»

د ډله ییز امنیتي تړون سازمان، چې د روسیې په مشرۍ د پخواني شوروي هېوادونو یو امنیتي بلاک دی، له افغانستان څخه د راولاړېدونکو ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. پوتین وویل چې د دغو مسلو حل د سازمان لپاره لومړیتوب لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب