سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونههندۍ رسنۍ: چین طالبانو ته ویلي چې د هغوی حکومت په رسمیت...

هندۍ رسنۍ: چین طالبانو ته ویلي چې د هغوی حکومت په رسمیت پېژني

تاند (جمعه، د لیدۍ/ قوس ۹ مه) یوې هندي رسنۍ نن (جمعه) راپور ورکړ چې چین غواړي د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني او په سیمه کې د منځګړیتوب لپاره تیار دی.

 د نیوز ۱۸ د راپور له مخې، دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال محمد نبي عمري او د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایونګ ترمنځ د یوې ناستې په ترڅ کې یاده شوې ده.

یو شیایونګ خپل طالب سیال ته ویلي چې د چین د وګړو امنیت د دوی لپاره کلیدي اهمیت لري. هغه زیاته کړې:«د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک (ETIM)  او ځینې نورې ترهګرې ډلې زموږ امنیت ته ګواښ پېښوي. موږ له تاسو غواړو چې د دوی پر وړاندې کلک ګامونه پورته کړئ. دا موضوع له تاسو سره د غوره همکارۍ فرصت برابرولی شي.»

د چین ځانګړی استازی په وروستیو ورځو کې د پاکستان او تکمنستان ترڅنګ کابل ته راغی او له طالب چارواکو سره یې ولیدل.

5 COMMENTS

  1. افغانستان لا تر اوسه مستقل نه دی او له اسلام اباده يعنې Afghanistan Control Centre له لورې له هغه ځايه اداره کيږي. پاکستان، چين، روسيه او ايران دوی پخپلو کې سره اتحاد کړی چې افغانستان به ټول يوځای په رسميت پېژنو او که نه يې پېژنو، نو هم ټول به يې نه پېژنو. هر څوک د امريکا له سختو اقتصادي بندېزونو ډار لري په تېره بيا پاکستان چې په پورونو کې پټ دی او د امريکا له وېرې دا کار نه شي کولی، نو دغسې يوه لوبه يې له مخکې نه شروع کړې وه چې روسيه رامخته کړي، نو له دې امله يې يو څه طالبان خپل ځان سره ساتلي دي. څه يې په چين، څه يې د ايران په شمول په روسيه هم پلورلي دي او څه يې په قطر کې په امريکا او عربو پلورلي دي.
    پوښتنه دا ده چې چين افغانستان څنګه په رسميت پېژني؟
    که يې د پاکستان له درکه پېژني، نو دا به افغانستان په رسمي توګه د ځان يوه کالوني يعنې مقبوضه سيمې په نامه پېژني. له شک پرته چې پاکستان افغانستان د مقبوضه سيمې يا ولجه يعنې په غنيمت کې نيول شوې سيمه بولي، نو دا ډول رسميت به موږ ته څه ګټه وکړي؟

  2. که نړیوال افغانستان په رسمیت وپېژني ، په هغه صورت کې به افغانستان یو مستقل هېواد وي . مونږ به په نړیوالو غونډو ، کنفرانسونو ، ټولنو کې رسمي غړیتوب او استازولۍ ولرو. د افغانستان استازي به رسمي فعالیت کوي ، د وطن او حاکمې ډلې غوښتنې به نړیوالو ته ورسیږي . نړیوالې اقتصادي مرستې به وغوښتل شي او که هغه ومنل شي ، رسما به د دولت حساب ته انتقال شي ، چې هغه بیا ثبت او حیف ومیل کېدلی نه شي . اوس چې د افغانستان اکثرا سفارتونه په نورو هېوادونو کې فعالیت کوي ، دوی د افغانستان نمایندګي نه کوي . دوی اوس هم شورای نظار او په هغو پورې منفورو ډلو پورې تړلي دي . دوی چې کوم حق الصکوک او عایدات تر لاسه کوي ، لکه شخصي دوکانداران په خپل سر یې مصرفوي . دا عواید حیف ومیل کیږي او د افغانستان مظلوم ملت ته یې یو سنت هم نه رسیږي . دوی هېڅېکله هم د افغانستان د څلوېښت میلیونو خلکو په خدمت کې نه وو او نه دي . هرڅومره چې دا پروسه اوږدیږي ، د افغانستان د خلکو په تاوان او ضرر تمامیږي .
    که همداسې پاته شي او نړیوال د افغانستان حکومت په رسمیت ونه پېژني ، دا به په دې معنی وي ، چې افغانستان د چټلستان یوه صوبه یا ولایت دی، دوی به هر وخت ، هر ځای د افغانستان نمایندګي کوي او هرچېرته به په افغانانو تورونه لګوي ، چې دوی تروریستان دي ، دا کوي ، هغه کوي . خو په خواشینۍ سره څوک به نه وي چې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي .
    حاکمه ډله باید نورو ته دا بهانې په لاس ورنکړي ، چې نور هم افغانستان منزوي پاته شي . هغوي چې شعوري او یا غیر شعوري نورو ته دا پلمې په لاس ورکوي ، په حقیقت کې دوی به د چټلستان لاسپوڅي وي ، چې په ډېر مهارت سره ځانونه له خلکو پټوي او د ملا تر تورې چپنې لاندې په افغانانو د امیرالمومنین په نوم واکمني وچلوي .

  3. ما داسې انګیرله چې، ټانډ یوه ناپیلې او خپلواکه پاڼه دي. خو ثابته سوه چې، داسې ندي. د فضلی په هکله یې د ما په ګډون د ګڼو لوستونکو نظریات نه خپرول. ما په خپلو نظریاتو کې ټول اصول مراعات کړي وو خو بیا هم د ټانډوالو په مزاج برابر نه وو. نو دا ډیره موده کیږي چې، د بی بي سی پښتو پاڼه ته د افغانستان د خبرونو لپاره مراجعه کوم.
    په هر ډول د ټرلیب په غلامي چې، څوک سترګي پټوي په واقعیت کې ورځي ته د تورو عینکو په اغوستلو شپه وایې.

  4. ښاغلی باچا وروره د بی بي سی خبرونو او پاڼی ته مراجعه مکوه ځکه بی بی سی د انګریزانو شیطانی پاڼه ده. کوم ښاغلی او اغلی پښتانه چه د بی بی سی خبرونه نشروی. هغوی ته انګریزان لیکلی انګریزی ورکوی چه په پښتو یی ترجمه کړی او بیا یی جبری نشر کړی.

    انګریزان هغه خلک دی چه زمونږ سره یی پخوا خونړی جګړه کړیده. او هم یی راته وطن په لر او بر پښتون ویشلی دی.

    تاند سوچه د پښتنو پاڼه ده. خو په یو شرط چه تبصره کوونکی ورونه ورته د پښتو ادبی او بی شخړی تبصری راولیږی.
    مننه خپه را څخه نشی.

    • ما له فضلی نه د هغو تورونو د سپیناوی غوښتنه کړی وو کوم چې، په هغه پوری لویدلي. خو زه خبر نه وم چې، د فضلی ارتباط د جمهوریت له سقوط نه وروسته هم ډیر غښتلی دي. بی بی سی ته چې هر څوک خبرونه لیکئ مهمه ندي، مهمه دا دي چې څه لیکئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب