سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهد متحده عربي اماراتو دولتمشر د طالبانو سفیر خپل حضور ته ومانه

د متحده عربي اماراتو دولتمشر د طالبانو سفیر خپل حضور ته ومانه

تاند (شنبه، د لیندۍږ قوس ۱۰ مه) د متحده عرب اماراتو دولتمشر محمد بن زاید آل نهیان د جمعې په ورځ د طالبانو له سفیر بدرالدین مولانا سره ولیدل او د افغانانو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره یې د خپل هیواد د ژمنتیا پخلی وکړ.

د اماراتو د دولتي خبري اژانس وام د راپور له مخې، طالبانو سفیر په وروستیو ورځو کې خپل باورلیک د متحده عربي اماراتو دولتمشر ته وړاندې کړی و.

د اماراتو دولتي خبري آژانس “وام” د دې کتنې خبر ورکړ او ویې ویل چې د متحده عربي اماراتو دولتمشر آل نهیان ښاغلي مولانا ته ښه راغلاست ووایه او هغه ته یې په خپل ډیپلوماتیک رول کې د بریا هیله وکړه.

شیخ محمد بن زاید آل نهیان یو ځل بیا د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د متحده عربي اماراتو ژمنتیا تکرار کړه.

 طالبانو د ۲۰۲۳ په اکتوبر کې بدرالدین مولانا د خپل شارژدافیر په توګه وټاکه. د اګست په میاشت کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د مولانا اسناد یې رسماً منلي دي، او د دې بهیر څارنه د وزارت د تشریفاتي چارو مرستیال سیف عبدالله الشمسي وکړه.

د بشري حقونو اندېښنې

د متحده عربي اماراتو او طالبانو ترمنځ دا اړیکې په داسې حال کې ټینګې شوي چې د بشري حقونو سازمانونه او د افغانستان وګړي، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو فعالان، د طالبانو د روانو محدودیتونو په اړه خپله اندېښنه ښيي. منتقدین له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې له طالبانو سره په خپلو اړیکو کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د دې ډلې له لوري د نجونو د ښوونځیو د بندېدو مسلې ته لومړیتوب ورکړي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو پر وړاندې خبرداری ورکړی، په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو د دوامداره ځپلو په اړه چې پکې د زده کړو او کار کولو بندیزونه شامل دي.

طالبانو په تېرو درو کلونو کې نه یوازې د نړیوالو فشارونو ته هیڅ توجه نه ده کړې بلکې د بشري حقونو سرغړونو ته یې لا زور ورکړی دی.

دې ډلې په وروستیو ورځو کې په یو شمېر جنوبي ولایتونو کې د یونسیف له لوري هغه ابتدايي ټولګي هم بې دلیله بند کړي چې په کورونو کې یې ماشومانو ته لیک لوست ورزده کاوه.

د چارو کتونکي وايي چې د طالبانو مشر په دې ډول اقداماتو خپل منځي کودتا یا ولسي پاڅون ته لاره هواروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب