جمعه, اپریل 26, 2024
Homeمقالېاقتصادکامیابه پانګونه | خبیب علي

کامیابه پانګونه | خبیب علي

د پانګه اچونې ماهرانو د کامیابې پانګونې لپاره ګڼې لارې او بېلابېلې ستراتېژۍ راښودلې دي، چې کولای شو د اغېزمنې طریقې په توګه ترې کار واخلو. باید ووایو چې ځینې پالیسۍ او تګلارې رانه تر پانګونې وروسته هم ونډه غواړي، یعنې موږ باید تر پانګونې وروسته هم پکې برخه واخلو او لازم تدابیر ورته ونیسو. خو ځینې ستراتېژۍ داسې هم شته چې یوازې پانګونه غواړي او نور ربړ او زیار ګاللو ته پکې ضرورت نشته. د پانګونې ټولې ستراتېژۍ د ټولو خلکو لپاره یو ډول کار کوي او ټول ترې یو ډول استفاده کولای شي، نو ځکه ضروري ګڼل شوې ده چې تر پانګونې دمخه باید خپل اوسنی او راتلونکی مالي حالت وسنجوو، تر څو په راتلونکي کې له زیان سره مخ نه شو.

په پانګه اچونه کې ترټولو دمخه لومړنۍ خبره دا ده چې د پانګونې ستراتېژي باید غوره شي. د پلان په دې برخه کې باید خپلې مالي موخې روښانه کړو او په پانګه اچونې پورې مربوطې ټولې پوښتنې له ځانه وپوښتو، مثلا: پانګونه د څومره سپما لپاره کوو یا پانګونه د څه شي لپاره کوو؟

دویم ټکی دا دی چې له مصرفي پورونو باید ځان بې غمه کړو. یعنې موږ باید مطمین شو هغه پورونه چې موږ د پانګونې لپاره ترلاسه کړي دي، موږ ته ګټه رارسوي. دلته دا پوښتنه شوې چې ولې باید داسې وکړو؟

په ځواب کې یې ویل شوي دي چې پور اخیستونکی تل له ذهني فشار او ګډوډۍ سره مخ وي. فکري تمرکز یې برابر نه وي او نشي کولای چې سالم تصمیم ونیسي یا له فرصتونو سمه ګټه واخلي. بده به نه وي که ووایو چې ټول پورونه بد نه وي. ځینې پورونه کولای شي موږ ته ګټه راورسوي مثلا: موږ د پور په پیسو یو کور رانیسو او په کرایه یې ورکوو. دې ډول عاید ته (Rental Income) وایي.

په درېیم قدم کې باید خپله بودیجه وټاکو. له لویه سره د ټولنې ټول وګړي غواړي سپما وکړي، ځکه سپما کول د پانګه اچونې لپاره لومړی شرط دی. همدا سپما زموږ د بودیجې په ټاکلو کې مرکزي رول ادا کوي. څومره چې موږ سپما او بچت زیاتوو، په همغه اندازه زموږ بودیجه ډېرېږي. کله چې موږ بودیجه ټاکو، موږ ته د خپلو پیسو او پانګې لپاره مناسب ځایونه راښکاره کېږي. دا راښکاره کېدل موږ سره مرسته کوي چې د پانګه اچونې ځای او نور مشخصات بدل او یا په خپل حال پرېږدو. د بودیجې ټاکل کومه ځانګړې پوهه یا مهارت نه غواړي، یوازې باید یو قلم او کاغذ ولرو او شرایط درک کړو.

څلورمه خبره دا ده چې فیسونه او مالي مصارف باید راکم کړو. منظور دا چې د پانګونې مصارف باید له عایده زیات نه شي. که په مالي مواردو کې له افراطه کار اخلو، که په پانګونه کې زیات مصرف کوو او که مصرف مو له عایده زیات وي، نو په لوی لاس خپله پانګونه ناکاموو او شونې ده چې د ګټې پرځای تاوان وکړو.

پنځم ټکی چې باید پام ورته وشي دا دی چې د شتمنیو تخصیص باید وکړو. د شتمنیو وېش یا تخصیص هغه تګلاره ده چې موږ پکې د پانګونې دوسیه او ساحه په بېلابېلو برخو وېشو. بانډونه، املاک، اختیاري پانګونې او نغدي پیسې د دې برخو ښه مثالونه دي. د دې تخصیص یوه ښېګڼه دا ده چې د پانګونې د ساحې په وېشلو سره موږ ته پېښېدونکي خطرونه راکموي، یعنې ټولې هګۍ په یوه درجن کې نه اچوي چې په یوځل د یوې هګۍ پرځای ټولې هګۍ لمنځه لاړې شي. د شتمنیو تخصیص یو ډول نه دی. د پانګه اچونې ماهرانو د دې چارې د ترسره کېدا لپاره ګڼ مېتودونه رامنځته کړي دي. سربېره پردې ډېر موډلونه شته چې په دې برخه کې مرسته راسره کولای شي. زما په نظر ترټولو ښه تخصیص او وېشنه د MPT د تیورۍ په اساس کېدلای شي. دا تیوري او ستراتېژي د بېرته راستنېدونکو خطرونو په کمونه کې مرسته راسره کوي. په دې ډول چې زموږ د پانګونې ساحه په بېلابېلو شتمنیو وېشي. د دې مېتود په واسطه وېشل شوې برخې له یو بل سره اړیکې نلري، نو که یوه شتمني زیان مومي، بلې ته یې تاوان نه رسي او په خپل عادي حالت پاتې کېږي.

زموږ په هېواد کې چې لا هم پکې دودیزه سوداګري او ساده کاروبارونه مروج دي، دې اصولو او لارښوونو ته څوک اهمیت نه ورکوي او نه یې په لوستو ځان ستړی کوي. که دا څو ماتې او شډلې جملې د چا په ښه راغلې، بنده به ځان په خپله چاره کې بریالی وبولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب