دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Home+د افغانستان د اقتصاد ظرفیت؛ کرنه، کوچني کاروبارونه او کلیوالي تشبثات

د افغانستان د اقتصاد ظرفیت؛ کرنه، کوچني کاروبارونه او کلیوالي تشبثات

دودیال

(زموږ هغه قوی پوتانسیل چې بې استفادې پاتی دی)

د اقتصاد پوهنځیو کې مو تیوریکي برخو کې ډېر ضروري مضامین ځای پرځای او مفردات مو ورته وسنجول. موږ لویو کنسرسیومونو، فراملیتی شرکتونو، دصنایعوغول او متکاثف صنعت باندې هم بحث پکې شامل کړ، دنن ورځې د لویو صنعتی هیوادو د پانګونې یادونه هم کوو،  خو د دې بحثونو په پای کې به مې تل ویل چې موږ لاهم د خپل اقتصاد د په پښو درولو لپاره کليو(محلاتو) او لرې پرتو سیمو کې منابعو(بشري اوپنځیزو) ته اړ یاستو او لا زیات وخت دی چې د میکانیزه، اتوماتیزه او الکترونیزه صنعت څخه خبرې وشي. بیا به مې هغه ظرفیتونه او پوتانسیل حساباو چې لرو یې، خو پام مو ورته نه دی کړی. دا شل کاله مو ویل چې بشری مرستې باید په (Official Development Aid/ODA ) یاانکشافی مرستو بدلې او د رسمی انتقالاتو بڼه دې خپله کړي. دا ستونزه تر نن پاتې ده. آخر مجبور شوم  نړیوالو ژورنالو ته مې د( The Capacity of Afghanistan Economy, Agriculture sector and Essential Contrivance) ترعنوان لاندې په دې اړه مستدللـــه او مدلــلــه مقاله ولیکله چې تازه نشر شوه. اوس به په پښتو هم لږ وضاحت ورکړم:

کوچني کاروبارونه او کلیوالی تشبثات له یوې خوا بیکاري له منځه وړي او له بلې خوا بې استفادې (دست ناخورده)منابع تر کار لاندې راولي. په تېره بیا د له لاسه وتونکو او جریانی منابعو( Flow resources) دضایع کېدو مخه نیسي. دا هم دولتی او هم خصووصی سکتور او د دوی نوښتونوپورې اړه لري، خو څو کارونه باید حکومت وکړي:

  • د اقتصادی زیربنا جوړول( مجهز او ګړندی ترانسپورت، برېښنا، د اوبو انحرافی او ذخیروی بندونه جوړول، مخابرات او مواصیات، د روغتیا خدمات، تعلیم او دحرفوی- تخنیکی  زده کړو موسسات)؛
  • د بانکونو او په مجموع کې د مالی موسساتو( دولتی بانک، تجارتی، رهنی تعمیراتی- معاملاتی بانکونو، بیمې، دتقاعددخزینې،کوچنیو پورورکوونکو ګروپونو..) فعالول؛
  • د بانک داعتبار بېرته لوړول او ساتل، یعنی د سالم او نېک شهرت لرونکي بانکداري سیستم ایجاد؛
  • د خصوصي سکتور ډیره ښه حمایه او رهنمایي؛
  • دحکومت له خوا سبسایدې منل؛
  • د بندرونو پرانیستي ساتل او له ګاونډیو سره د اقتصادي مراوداتو ښه تنظیمول؛
  • د هیواد دننه تولیداتو مشابه اجناسو د ورود مخنیوی؛
  • د وارداتو په وړاندې د صادراتودتقویې د پالیسی طرح او عملی کول؛
  • محلی منابعو کې د ولسونو ډېر ښه راشریکول او دهغو ساتنه، یا په معقوله او علمی بڼه له دغو منابعو او سرچینو د استفادې طرز؛
  • دخصوصی سکتور او کلیوالی تشبثاتو داقتصادی فعالیت په ترڅ کې د حساس فرهنګی میراث او اقلیمی یا د چاپیریال ساتنې مسایلو څارنه( دې برخه کې خصوصی سکتور بې پامه او لازم معلومات نه لري)؛
  • د طبی او صنعتی بوټو د تکثیر او د حکومتی ادارو تر څارنې لاندې دهغو پروسس؛
  • په بهر کې میشت پانکوالو ته دهیواد دننه فزیکی او احساسی امنیت ډاډ ورکول او له بهر څخه هیواد ته د دوی د ښې پریمانه پانګې دلیږدلو ممکن کول؛
  • د سیګار( دافغانستان د پرمختیا سره د امریکی د متحده ایالاتو دمرستو د تفتیش اداره )وایی چی تېرو دوو کلونوکې ۳،۲ میلیارده ډالره maintenance +(زښته ډېرې پېسې دي!)افغانستان ته ورکړل شوي، که دې سره له هیواد دبهر مهاجرو رالیږل کیدونکی مرستې هم جمع شي، یو کافی اندازه اسعار ورڅخه جوړیږی، چی ملی اقتصاد ته تزریق شوي اوهر درد ورباندې دوا کیږي او په انکشافی پانګه یې اړولای شو؛
  • ځنګل او څړ ځای ملی شتمني او د یو قیمتی میراث په توګه ساتل او ځنګلونو احداث او بیا احیا؛
  • د کوچنیو زمکوالو د کوچنیو کروندو دپېرودلو مخنیوی؛د زمکې د نهه ډوله استعمال کلک رعایت او په قوانینو کې یې درج کول(د زمکو اداره دې فعاله شي)؛
  • د ښکار د قانون جدي تطبیق او دې ته ورته نور لازم تدابیر چې متاسفانه یو هم تر کار لاندې نه دي راغلي.

زموږ ملی اقتصاد کې لاهم کرنه او مالداري عمدتاً مسلط سکتور دی. زموږ مالداری او بڼوالي یوه قوي عایداتی منبع او دتولید ظرفیت دی. دهېواد تقریباً اویا سلنه خلک کلیو کې مېشت او ژوند یې په سیده او ناسیده توګه د کرنې سکتور پورې تړلی دی. د کښت لپاره کافی زمکه او کافی اندازه روانې اوبه(سیندونه) لرو(مقاله کې مې په ارقامو او دهغو په موقعیتونو سره ښودلي دي)، خو د اوبخور سیستم ندی جوړ. نو ضرور ده چې د اوبو دمدیریت پروګرامونو ته دوام ورکړو. د اوبو د سرچینود مديريت کولو په ترڅ کې باید د اوبو لګولو سيستم باندې تمرکز وکړو. د اوبخورو سیستم باید دکلیوالو ترمنځ د شخړې لامل نه، بلکې اطمیناني، عادلانه او کافی او د وېش او آبرساني  مناسب سيستمونه جوړ شي، ډېر آسانه ده چې له لاسه وتونکې پریمانه اوبه کروندې ته رهنمایی او تر استفادې لاندې یې راولو.

د کرنې سکتور د افغانستان لپاره ډېر زيات مهم او د نوي په پښو درېدونکي صنعت  لپاره خام توکي برابروي، نو د صنعت او کرنی ترمنځ باید د P-P رابطه ټینګه شی چی کرنه خام توکي Push او صنعت یې کش Pullاو جذب کړای شي.  په دې سره د صنعت وده چټک اقتصادي پرمختګ ته زمينه برابروي. کله چې د کرنې او صنعت وده تامین شوه اقتصاد پیاوړی او ورسره خدمات(صحت، تعلیم، ترانسپورت، مخابرات او مواصلات) هم ښه کیږي، دخلکو د شعور کچه لوړه، خرافات او فتالیزم محو او د منکراتو مخه نیول کیږي. جامعه ثبات مومي او د ټولنې د افرادو عزت ډادمن کیږي.  د نو پایه صنعت په ارتقایی سیر سره بهرني تجارت کې کسر له منځه ځي اوصادرات ډېریږي. تجاربو ثابته کړې ده چې صنعتي او مدنی پرمختګ اووده د ملي يووالي او دعامه شعور اوچتولو کې قاطع رول لري، تعصباتو له منځه وړي او د آبادی هڅې یوموټی کوي.

متاسفانه اوس موږ یوه مصرفي ټولنه یاستو، د بیوزلی له امله موملی اقتصاد کې د توکو(اجناسو) او خدماتونو لپاره تقاضا ناچیزه ده چې ممکن په دې حالت کې خصوصی سکتور ژر او ښه وده ونشي کولای او ممکن د بيکاري له منځه وړلو کې هم ژر بریالی نه شو، ځو که حکومت پورته یا شوي قدمونه اوچت کړي او اصلاحي تدابیر ولري، دا ستونزه حل کیږي. تقاضا هغه وخت لوړېدای شي چې خلکو ته د استخدام فرصتونه برابر او عايد ولري. یعنی تولیدي اجناسو او عرضه کېدونکوخدماتو ته دعمومی تقاضا لوړول او ښه کول باید د اقتصادي سالمو او معقولو پاليسيو او پلانونو لومړنی هدف وي. په بوديجه کې د کسررفع ، دعامه مصارفو موثراو مثمر کول، وار په وار د انکشافي بوديجې زياتول او د عامه مالی عوايدو او مصارفو د مستند او رسمی کولو او په ارقامو سره یې  په ښودلو(احصائیوي سیستم او راپورنه تنظیمولو)سره شفافيت ډاډمن کیږي. د موجوده  ديفلاسيوني اندېښنو په نظر کې نيولو سره، داسې وضعیت چې حکومتي عامه مصارفو کې لوړوالی وښيي، کولای شي اقتصادي پرمختيا راولي، د ديفلاسيون فشار کم او شفافيت نور هم بهتر کړي. د مالی مدیریت (FM)موجود طرز کې شاید د تېرو شلو کلونوپه اندازه فساد موجود نه وي، د جنګ په درېو سره به ممکن جرمی او تور اقتصاد یوڅه کنترول شوی وي، خو غیر رسمی اقتصاد لا هم شته. دکلیوالي تشبثاتو( چرګانو روزنې، بافت او ګڼدلو لاسی صنعت، کلالي او کاشي جوړول، نجاری او مستظرفه صنایع، کبانوروزنه، د شاتو د مچیو او دورېښمو دچنجیوروزنه، لمڅی، پوزي او پوستینن جوړول..) وده   د ملی اقتصاد رکود له منځه وړي او د عامه اوخصوصی سکتور په ودې مثبت تاثیر کوي. پایله یې د منکراتو محو کېدل او د مشروع اقتصادپه لرلو یو آبرومند ژوند ډاډمن کېدل دي، دا په داسې حال کې چې ملی- پرمختیایی پروژو او اقتصادی فعالیتونو ته لکه د پخوا په شان تهدید نشته او جګړه ودرول شوه. اوس هغه فرصت رارسیدلی چې افغانان په دغو ټکیو غور او فکر وکړي. په انګلیسي ژبه ذکر شوی مقاله کې بېلابیلو برخو کې ظرفیتونه ښودل شوي، تر څو نړیوال هم د افغانستان ظرفیتونو اوودې ته متوجه، امیدوار اووهڅول شي.

نتیجه: د افغانستان تاریخی دښمنانو په غلطه دا خبره مشهوره کړې ده چې دافغانانو کلتور  کی تعلیم او پوهه نشته او افغانستان د تاوتریخوالی او جګړو میدان دی.

د دې د رد لپاره څېړونکو، لیکوالو او استادانو څخه هیله لرم چې دګران هیواد پرتم، د پوهې او اقتصادي ودې ظرفیت په نړیوالو ژبو نړۍ ته معرفي او دا ثابته کړي چې افغانستان لا هغه وخت د ترقي او تمدن لوړو مدارجو کې و، چې دسیمې هیوادونه ورڅخه بی خبره وو. د افغانستان دبېرته پورته کېدو اوترقی لپاره کار په کار ده. مقاله په انکلیسی لس مخه ده، خو محتوا یې ما دوه مخونو ته رالنډه کړه.  درناوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب