دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeسپورتکرکټ؛ د افغانستان الف لوبډله عمان ته لاړه

کرکټ؛ د افغانستان الف لوبډله عمان ته لاړه

تاند ( دوشنبه د میزان ۱۶مه) د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان الف لوبډله به نن د لوبو لپاره عمان ته لاړه.

د هېواد کرکټ الف لوبډله به د دروېش رسولي په مشرۍ لومړی له کوربه هېواد سره دوه تمریناتي لوبې ترسره کړي او بیا به له عمان او هانګ کانګ سره په درې اړخیزه سیالیو کې برخه واخلي.

افغانستان د دې سیالیو په ګروپ کې له سریلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ سره یو ځای دی.

دې لوبو ته ټاکل شوې لوبډله:
لوبډلمشر درویش رسولي، صدیق اتل، ذبيد اکبري، نعمان شاه، وفي الله تره‌خېل، شاهد الله کمال، محمد اسحاق، شرف الدين اشرف، ننګیال خروټی، کريم جنت، قيس احمد، الله محمد غضنفر، فريدون داودزی، عبدالرحمن او بلال سميع.

احتياطي لوبغاړي: بشير احمد، حسن عيسی‌خېل، صديق الله پاچا او سليم ساپی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب