Homeخبرونهلبنان کې د ایران د قدس ځواک د قومندان ورک برخلیک

لبنان کې د ایران د قدس ځواک د قومندان ورک برخلیک

تاند ( دوشنبه د میزان ۱۶مه) رویټرز خبري آژانس د ایران د دوه لوړ پوړیو امنیتي چارواکو له قوله ویلي، چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان اسماعیل قاآني د برخلیک په اړه هېڅ خبر نشته.

په دې وروستیو ورځو کې د حزب الله د لوړ پوړي چارواکي هاشم صفی الدین، چې د حسن نصرالله د ځای ناستي اصلي نوماند بلل کېږي او د قومندان قاآني د وضعیت او موقعیت په اړه شکونه رامنځته شوي دي.

دغو دوه لوړ پوړیو ایراني امنیتي چارواکو رویټرز ته ویلي، چې اسماعیل قاآني د حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته لبنان ته سفر کړی دی.

سرچینه زیاتوي، چې نوموړی د تېرې اوونۍ په وروستیو کې پر بیروت د اسرائیلو له نوي برید وروسته نادرکه دی او لا یې غږ نه دی اورېدل شوی.

1 COMMENT

  1. داسي ښکاري چی اسرایل له ایرانه د افغانستان، سوریی، عراق او یمن انتقام اخلې.
    افغانانو! کرار کېنۍ او کار مه پې لرۍ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...