Homeخبرونهایراني چارواکي: د روان کال تر پایه به ۲ ملیون ناقانونه کډوال...

ایراني چارواکي: د روان کال تر پایه به ۲ ملیون ناقانونه کډوال وایستل شي

تاند ( دوشنبه د میزان ۱۶مه) د ایران د پولیسو عمومي قومندان احمد رضا رادان یو ځل بیا له دې هېواده د مهاجرینو پر جبري ایستلو او شړلو ټینګار کړی دی.

ایراني رسنیو د نوموړي له قوله لیکلي، چې د روان زېږدیز کال تر پایه به له ایران څخه کابو دوه میلیون بې اسناده کډوال و ایستل شي.

رادان په خپلو خبرو کې هغو کډوالو ته چې قانوني اسناد نه لري د روان کال تر پایه خپلو هېوادونو ته د ستنېدو وخت ورکړی دی.

رادان داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې یواځې په تېره یوه میاشت کې ایران تر ۲۴۰ زره زیات افغانانان ایستلي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې په یاده شمېره کې ۴۳ سلنه یې په جبري ډول ایستل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...