دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام؛ د روان کال له پیله تر دې دمه...

د خوړو نړیوال پروګرام؛ د روان کال له پیله تر دې دمه ۴ ملیونه افغانانو سره مرسته شوې

تاند ( دوشنبه د میزان ۱۶مه) د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د سږني میلادي کال له پیله تر دې دمه یې له کابو ۴ میلیونه افغانانو سره نغدي مرسته کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې په یاد شمېر کې نیمایي یې ښځې دي.

د یاد سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه مرسته ښځو ته د دې توان ورکوي څو د خپلو کورنیو غړو اړتیاوې پوره کړي.

دا مرسته داسې مهال شوې، چې اوس هم ګڼ افغانان له ناچارۍ سره مخ دي او ځینې یې د بې روزګارۍ له امله د یوه وخت ډوډۍ ته حیران دي.

د نظر خاوندان بیا د نړیوالو د مرستو په غیرعادلانه وېش ټینګار کوي او وایي ډېری نړیوالې ادارې چې په دې برخه کې کار کوي اړمنې کورنۍ له یاده وباسي او هڅه کوي د اړیکو پر اساس مرستې وویشي.

د دوی په باور که د مرستو د وېش لپاره یو منظم میکانیزم برابر شي نو ډېرې اړمنې کورنۍ به له مرستو برخمنې شي.

افغانستان ته د طالبانو له راتګ وروسته بې کاري زیاته او ډېرې کورنۍ چې د روزۍ د ګټلو یو څه لارې درلودې له لاسه ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب