دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهد چین سفارت: د پاکستان حکومت دې د برید پلټنه وکړي

د چین سفارت: د پاکستان حکومت دې د برید پلټنه وکړي

تاند ( دوشنبه د میزان ۱۶مه) د پاکستان په کراچۍ ښار کې هوایي ډګر ته څېرمه پر چینایي وګړو بمي چاودنې د چین سفارت اندېښمن کړی.

په پاکستان کې د چین سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پاکستانی حکومت دې د برید پلټنه وکړي او د پېښې عاملینو ته دې سخته سزا ورکړي.

په خبرپاڼه کې د پاکستان له حکومت نه غوښتل شوي، چې په دې هېواد کې دي د چینایي وګړو او د ادارو خوندیتوب لپاره دې اړین ګامونه پورته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د چینایي وګړو یوه ډله له جناح هوایي ډګر نه پر لاره وه، چې پرې برید شوی او له امله یې ۲ چینایي وګړي وژل شوي دي.

د برید څرنګوالی لا نه دی معلوم، خو د برید مسوولیت بلوڅ بېلتون پالې ډلې منلی دی.هلته چینایي وګړي د پورټ قاسم برښنايي شرکت پر دوه برېښنا کوټونو کار کوي.

د مالوماتو له مخې په پاکستان کې زرګونه چینایان د چین ـ پاکستان ترمنځ پر اقتصادي پروژو کار کوي، چې وخت ناوخته تر برید لاندې وي.

عام خلک یې وایي،په پاکستان کې د نا امنۍ دا پېښه لومړنۍ نه ده او نه هم ښایي وروستۍ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب