دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهد کندهار او بلوچستان ترمنځ پر دیورند کرښه وضعیت لا هم ترینګلی...

د کندهار او بلوچستان ترمنځ پر دیورند کرښه وضعیت لا هم ترینګلی دی

تاند (دوشنبه، د میزان ۱۶ مه) پاکستاني رسنۍ د خپل هیواد د چارواکو په قول وايي چې د کندهار د شورابک او د بلوچستان د نوشکي ترمنځ پر ډیورند کرښه پرونۍ جګړې د شپې تر ناوخته دوام درلود.

پرون په کندهار کې ځايي سرچینو ویلي و چې سهار مهال په شورابک ولسوالي کې پر ډیورند کرښه د طالب او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ نښته وروسته له هغه پیل شوه چې طالبانو کرښې ته نژدې پوسته جوړوله او پاکستاني ځواکونو پرې ډزې وکړې.

وروسته په کندهار کې د قول اردو ویندوی وویل چې ډیورنډ کرښې ته نژدې د شورابک ولسوالۍ په نوشاک او ګوزنال سیمو کې نښته جزيي وه او پای ته ورسیده.

د پاکستان ډان ورځپاڼې نن (دوشنبې) د خپل هیواد د امنیتي چارواکو په قول ویلي، پېښه هغه مهال پیل شوه چې افغان ځواکونو د نوشکي د ډک ولسوالۍ په غازي سیمه کې ډزې وکړې.

پاکستانی ځواکونو بېرته ډزې وکړې او د دواړو خواوو ترمنځ د ډزو تبادلې تر ناوخته پورې دوام وکړ.

ډان زیاتوي، په نوشکي کې یوه چارواکي نښته تایید کړه خو زیاته یې کړه چې سمدلاسه د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

ورځپاڼې ته شاهدانو ویلي چې د پاکستان د سرحدي قول اردو یو افسر په پښه کې ټپی شوی. شاهدانو دا هم ویلي چې «د پولې له افغان اړخ څخه لوګی راپورته کیږی.»

د ډان په راپور کې همداراز ویل شوي چې نا تایید شوی راپورونه وايي چې ښايي د افغانستان په خوا کې تلفات وي، که څه هم جزئیات یې روښانه نه دي.

د راپورونو له مخې ځایي چارواکو پولې ته نژدې اوسیدونکو ته مشوره ورکړې چې سیمه خالي کړي. په نوشکي کې چارواکو یادونه وکړه چې د ګازنیلي سیمې نفوس کم دی له دې کبله ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو خطر لږ دی.

پاکستاني سرچینې وايي، پاکستاني ځواکونو نښتو ته په پام په سیمه کې دفاعی مورچې ټینګې کړي. او وضعیت اوس هم ترینګلی دی.

ډان وايي چې په دې سیمه کې د سږ کال په اګست میاشت کې هم نښته شوې وه چې په لړ کې یې یو پاکستانی پوځي وژل شوی و.

تر دې مخکې په وروستیو اوونیو کې په ځاځي اریوب او ګوشتې ولسوالیو کې هم د دواړو خواوو ترمنځ نښتې شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب