دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، د افغانستان سرپرست حکومت دې د خپلو ستونزو پر حل...

پاکستان وايي، د افغانستان سرپرست حکومت دې د خپلو ستونزو پر حل تمرکز وکړي

تاند (دوشنبه، د میزان ۱۶ مه) پاکستان نن (دوشنبې) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه بیان رد کړ چې د پاکستان د وضعیت په یې څرګند کړی و، او د افغانستان د طالبانو له سرپرست حکومت څخه یې وغوښتل چې یوه دیموکراتیک هیواد ته د داسي لیکچرونو د ورکولو پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو په حل تمرکز وکړي.

د افغانستان د طالبانو د باندنیو چارو وزارت ویندوی قهار بلخي پرون په پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفانو ترمنځ پر وروستیو ترینګلتیاوو اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل چې دوام به یې پر ټوله سیمه منفي اغېز وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګندونې “بې بنسټه” وبللې او دا یې د پاکستان په کورنیو چارو کې “د نه منلو وړ” او “د افسوس وړ” لاسوهنه وبلله.

هغې په یوه بیان کې ویلي:

«د دې پرځای چې یوه دیموکراتیک هیواد ته لیکچر ورکړي، د افغانستان سرپرست حکومت باید د خپلو کورنیو ستونزو په حل تمرکز وکړی؛ ټولشمول توب ته لومړیتوب ورکړي، د نجونو او ښځو د زده کړو او کار د حق په شمول د خپلو خلکو اړتیاو او هیلو ته ځواب ووايي.»

اغلې بلوچ پاکستان په داسي حال کې یو دیموکراتیک هیواد بللی چې پاکستان پر سوله ییزو مظاهرو یې بندیز لګولی، سیاسي او ولسي غورځنګونه یې منع کړي، د موبایل او انترنیټ شبکې یې محدودې کړي او رسنۍ مجبوروي چې څه خپاره او څه خپاره نه کړي.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت ویندوی عبدالقهار بلخي پرون (یکشنبې) پر خپله ایکسپاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د ولس د مشروع غوښتنو په وړاندې تر ټولو ښه لار خبرې اترې او تفاهم دی او د ده په وینا د پاکستان وروستیو پېښو ثابته کړې چې له مذاکرو انکار مسلې لا پېچلې کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا اعلامیه وروسته له دې خپره کړه چې وړمه ورځ (شنبه) په اسلام اباد کې د پخواني صدراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د پلویانو او پولیسو ترمنځ اخوډب وشو او پرون (یکشنبې) د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیت بندیز ولګاوه.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت ویاندې د افغانستان د طالبانو د حکومت د باندنیو چارو وزارت د بیان په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت باید نړیوالې ټولنې ته خپلې ورکړي ژمنې عملي کړي او د دې لپاره چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوال تروریزم په مرکز بدل نه شی هغو ترهګرو ډلو ته ځای ورنه کړي چې په ګاونډیو هېوادونو کې سوله او امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.

پاکستان تر دې وړاندې هم په ځلونو د طالبانو حکومت ټي ټي پي ته په پناه ورکولو تورن کړی خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا ډول تورونه په کلکه ردوي.

نوموړی زیاته کړه چې پاکستان په سیمه کې سولې، خبرو اترو او همکارۍ ته ژمن دی او تمه لری چې ټول هېوادونه په کې شامل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب