Homeخبرونهد نوبل د طب جایزه دوو امریکايي ساینسپوهانو وګټله

د نوبل د طب جایزه دوو امریکايي ساینسپوهانو وګټله

تاند (دوشنبه، د میزان ۱۶ مه) دوو امریکايي ساینسپوهانو ویکتور امبروس (Victor Ambros) او ګري رفکان (Gary Ruvkun) د دوشنبې په ورځ په ګډه د “جینونو د تنظیم” او “مایکرو ار این اې” (MicroRNA) په اړه د څیړنې لپاره د ۲۰۲۴ کال د طب د نوبل جایزه وګټله.

د نوبل جایزې کمېټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو ساینسپوهانو د جینونو ترمنځ د اړیکو په برخه کې مهمه موندنه کړې ده.

مایکرو ار این اې د RNA مالیکولونو یوه نوې ډله ده چې د جین د بیان په تنظیم کې مهم رول لوبوي. د دغو دوو ساینسپوهانو څیړنو ښودلې چې دا مالیکول د انسانانو په شمول د څو حجروي موجوداتو لپاره اړین دي.

۷۰ کلن ویکتور امبروس د متحدو ایالتونو د ماساچوسیټ د طب پوهنتون د بیولوژۍ استاد دی. هغه په ۱۹۷۵ کې له ماساچوسیټ پوهنتون څخه د بیولوژۍ په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ او په ۱۹۷۹ کې یې د نوبل جایزې د ګټونکي ډیویډ بالټیمور تر څارنې لاندې په ورته پوهنتون کې خپل دوکتورا یا پي ایچ ډي بشپړ کړ.

امبروس د نوبل جایزې د ګټونکي رابرټ هورویتز په لابراتوار کې د لومړني پوسټ دوکتورا د همکار په توګه په ماساچوسیت پوهنتون کې خپلې څیړنې ته دوام ورکړ. هغه په ۱۹۸۴ کې د هارورډ پوهنتون د علمي پلاوي غړی شو او په ۱۹۹۲ کې په دارتموت کالج کې شامل شو.

ښاغلی رافکان چې ۶۹ کلن دی، د مالیکول بیولوژیست هم دی او د ماساچوست په عمومي روغتون او هارورډ طبي ښوونځي کې څېړونکی دی.

ښاغلي رافکان په ۱۹۷۳ کې د کلیفورنیا پوهنتون له برکلې څخه د لیسانس سند ترلاسه کړ، او د دوکتورا د دورې څېړنه یې په هارورډ پوهنتون کې د امریکایي بیولوژیست فریډریک اوسوبل په لابراتوار کې وکړه. ده د خپلې دوکتورا زده کړې په هارورډ پوهنتون کې والټر ګیلبرټ او په ماساچوسیټ پوهنتون کې د رابرټ هورویتز تر څارنې لاندې بشپړې کړې.

د طب په برخه کې د نوبل جایزه تر ټولو لوړه علمي جایزه ګڼل کېږي او ګټونکی یې ۱۱ میلیونه سویډني کرون ترلاسه کوي، چې د ۹۶۸ زره یورو معادل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...