دوشنبه, اکتوبر 7, 2024
Homeخبرونهپه پښتون ژغورنې غورځنګ باندې د بندیز خلاف غبرګونونه

په پښتون ژغورنې غورځنګ باندې د بندیز خلاف غبرګونونه

تاند (دوشنبه، د میزان ۱۶ مه) د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون او ګڼو سیاستوالو پر پښتون ژرغونې غورځنګ د پاکستان د حکومت بندیز وغانده او زرګونو محصلانو او زده کوونکو د دې پرېکړې خلاف مظاهره وکړه.

څو ساعته وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ غیرقانونی اعلان کړ، زرګونو زده کوونکو د دې غورځنګ په ملاتړ لاریون وکړ.

پرون، د پیښور پوهنتون په شمول د ځینو تعلیمي مرکزونو او ځینو ښوونځیو زده کوونکو سپین بیرغونه پورته کړل او د ازادۍ د نشتوالي شعارونه یې ورکول.

دوی وروسته په خیبر کې هغه میدان ته لاړل چې ټاکل شوې ده د اکتوبر په یوولسمه پکې د عدالت په نوم جرګه جوړه شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پرون (یکشنبې) په یوه حکم کې ویلي چې د دغه هیواد «مرکزي حکومت د دلایلو پر اساس باور لري چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په داسي فعالیتونو بوخت دی چې د پاکستان سولې او امنیت ته زیان لري.»

په حکم کې وړاندې ویل شوي چې د همدې دلیل له مخې، د ترهګرۍ د مخنیوي قانون پر اساس پر پي ټي ایم یا پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز لګوي.

دا قانون د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او غړي له وینا او غونډو منع کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظوراحمد پښتین، د اکتوبر په شپږمه په خپله فیسبوکپاڼه کې دا اقدام “ډیر ظالمانه” وباله.

پښتین نن (دوشنبې) په یوه بیان کې ویلي، دوی همېشه د عدم تشدد له لارې د پښتنو د حقونو او ترهګرۍ په خلاف مبارزه کړې ده نو ځکه دا بندیز ظالمانه دی. ده همداراز ويلي چې دا پرېکړه د پښتنو د حقونو لپاره د ځوانانو د سوله ییزو هڅو د درولو کوښښ دی چې کامياب به نه شي.

د پاکستان حکومت دا اقدام په داسي حال کې کړی چې پښتون ژغورنې غورځنګ د اکتوبر په یوولسمه نېټه د یوې مهمې جرګې د جوړولو لپاره تیارې نیولې ده.

د پیښور سترې محکمې د دې درې ورځنۍ جرګې جوړېدو ته اجازه ورکړې. ټاکل شوې ده چې په دې جرګه کې سیاستوال، مشران، فعالان او د پاکستان د پښتني سیمو مهم شخصیتونه د خپلو لویو ستونزو او د هغو د هواري په اړه خبرې وکړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون په پښتون ژغورنې غورخنګ بندیز غندلی او له حکومته یې غوښتي چې د بندیز پرېکړه بېرته واخلي. کمیسیون د اکتوبر شپږمه پر خپله رسمي ایکسپاڼه لیکلي چې پي ټي ایم هیڅکله له تشدده کار نه دی اخیستی او د خپلو غوښتنو لپاره د قانون چوکاټ کې مبارزه کوي.

کمیسیون دا هم ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د اساسي قانون پر اساس د خپلو اهدافو خبره کړې نو د بندیز لګولو جواز نه شته.

د بلوچستان نیشنل ګوند مشر، سردار اختر جان مينګل پر پي ټي ایم د بندیز د بدو عواقبو یادونه کړې او په بلوچستان کې د بېلتونپالو وسله والو فعالیت ته په اشارې یې ویلي: “هغه بندیز نه یوازې دولت ته ګټه ونه کړه بلکې دومره سخت غبرګون یې پارولی چې اوس یې درول ممکن نه دي. زه پر پي ټي ایم دا غیر جمهوري بندیز په سختۍ سره غندم.”
بلوچ بېلتون غوښتونکو پرون هم په کراچۍ کې لږترلږه دوه چینایان ووژل.

د بلوڅو د یووالې کمېټې مشرې ماهرنګ بلوچ ویلي چې په پي ټي ایم بندیز د حکومت له خوا د جمهوري اصولو د تروړلو په څېر اقدام دی.

د جماعت اسلامي يوه مشر مشتاق احمد خان پر اېکس ليکلي چې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز، د پاکستان د حکومت له لوري جمهوریت غوښتونکو ته د خطر زنګ دی. هغه پر حکومت غږ کړی چې دا پرېکړه بېرته واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب