دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهطالبانو په بدخشان کې ۴ ولسي پاڅون کوونکي وژلي او ۶ نور...

طالبانو په بدخشان کې ۴ ولسي پاڅون کوونکي وژلي او ۶ نور یې له ځان سره بېولي

تاند (دوشنبه د جدي ۲۹) د بدخشان ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو ددغه ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د د ولسي پاڅون کوونکو په یوې پوستې برید کړی او څلور ولسي پاڅونوال یې وژلي دي.

د بدخشان د ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري وايي، طالبانو دغه برید تېره شپه د یاوان ولسوالۍ په «سفېد خاک» سیمه کې کړی دی.

د ښاغلي نظري په خبره، وسله والو طالبانو په دې حمله کې څلور ولسي پاڅونوال وژلي او شپږ نور یې له ځان سره بېولي دي.

نوموړي زیاته کړه، طالبانو ددغو ځواکونو پوستې ته اور ورته کړی او ټول نظامي تجهیزات یې له ځان سره وړي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

بدخشان د افغانستان یو له ناامن ولایتونو څخه دی چې په ډېرو برخو کې یې وسله وال طالبان پراخ حضور او فعالیتونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب